روزنامه هیواد

طالبان د سولې لپاره خودمختاره نه دی

په افغانستان کې د سولې را وستو لپاره په قطر کې د طالب ډلې استازو د امریکا له پلاوی سره د خبرو تر څنګ دې ډلې پر هېواد بریدونو ته زور ورکړى دى. وړمه شپه د کابل ښار په قابل باى سیمه کې د طالب ډلې له خوا موټر بم برید او له دې وړاندې پر کندوز او بغلان ډله ییز بریدونه او په ګڼو نورو ولایتونو کې ترهګر او ځانمرګی بریدونه، په ډاګه کوی، چې طالب ډله د سولې لپاره خود مختاره نه ده، بلکې د دښمن جګړه پر مخ وړی او هغوى باید د دښمن تپل شوې جګړې او د دښمن له خوا پلان شوی ترهګریز بریدونه عملی کړی. نو ځکه له هغوى د سولې تمه کېداى نه شی او  د سولې لپاره په خپلواکه توګه تصمیم نه شی نیولى. د وړمې شپې په چاودنه کې چې د کابل ښار په قابل باى سیمه کې وشوه، ګڼه مرګ ژوبله اوښتی ده، دغه برید ستر وحشت یوځل بیا نندارې ته وړاندې کړ، چې قربانیان یې ملکی وګړی دی او په برید کې سخت زیانونه ملکی وګړو ته ځکه اوښتی، چې دا برید په ګڼ مېشته ملکی سیمه کې شوى دى. افغان حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غنی دا برید غندی او دا ستر بشری جنایت بولی، چې طالبانو یې یوځل بیا مسوولیت پر غاړه واخیست. دا برید په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم غندل شوى او بشری جنایت بلل شوى دى. دا بریدونه وروسته له هغه زور اخلی، چې طالبانو په قطر کې له امریکایی پلاوی سره په افغانستان کې د سولې را وستو لپاره د نهم ځل لپاره هم اوږدې خبرې وکړې او د دې خبرو پرېکړه یې هم تر لاسه کړې ده، د دې خبرو جزئیات افغان حکومت ته هم رسېدلی دی، دغو بریدونو او جنایتونو ته په کتو سره به افغان حکومت خپل دریځ بیانوی، خو د سولې د خبرو ترڅنګ پر هېواد او ولس ترهګریز بریدونه، چې په بهر کې د افغانانو د دښمنانو له خوا پلان شوی، طالب ډله یې عملی کوی او یا یې هم مسوولیت پر غاړه اخلی،نو دا ډله سولې ته ژمنتیا نه شی په ډاګه کولى، ځکه د دې واک او اختیار نه لری. په همدې بنسټ دا وړ خبرې او د سولې لپاره پرېکړې د باور وړ نه دی او نه ښایی، چې پر بې پایلو غونډو وخت تېر شی. د افغانستان سیاسیون او دغه راز په سیمه کې کتونکی دې پایلې ته رسېدلی، چې باید پر ولسمشریزو ټاکنو تمرکز وشی او د سولې په پلمه وخت ضایع نه شی. د افغانستان مدنی ټولنې او حقوقی بنسټونه د طالبانو دغه راز بریدونه او یرغلونه غندی او ټینګار کوی، چې له هغوى سره د سولې له بین الافغانی خبرو پرته، د سولې تصور هم نه شی کولى. دا بنسټونه په خپل وخت پر ټاکنو ټینګار کوی او له دې پرته د هېواد د پایښت او پرمختګ لپاره بله لاره نه وینی. افغان حکومت هم ټاکنو ته پوره تیارى نیولى او د ټاکنو د مهمو موادو لېږدول، ټولو ولایتونو ته پیل شوی دی. که طالبان له تاوتریخوالی لاس وانه خلی، نو ملت به پرېکړه وکړی، چې د سولې لپاره دې د بې پایلو خبرو لړۍ بنده او د جنایتکارو ډلو ځپلو ته دې لومړیتوب ورکړل شی! ځکه د سولې د خبرو تر څنګ د طالب ډلې بریدونه، د سولې له مېکانېزم سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی دا ډله یوازې او یوازې د پردۍ جګړې د دوام لپاره استخدام شوې ده، دا چې طالب ډله هم لکه نورې ترهګرې ډلې د دښمن له پلان سره سم پر افغانستان بریدونه کوی او ملی بنسټونه ورانوی، همدا رنګه د سولې لپاره هغوى پرېکنده تصمیم هم نه شی نیولى، ځکه د قطر د خبرو په لړ کې یې د سولې د هوکړې د متن یوه کاپی د کوټې شورا ته استولې، دا شورا د پاکستانی ملېشو ښى مټ دى او د پاکستانی ملېشو له خوا رهبری کېږی او په افغانستان کې له وژنو نیولې، تر هر بل جنایت او ملی خیانت پورې، د پاکستانی ملېشو له پرېکړو او غوښتنو سره سم عملی کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید