روزنامه هیواد

طالبان د تپل شوې جګړې پر دوام بریا نه شی ګټلى!

د افغاناتو تاریخی دښمنان هڅې کوی، چې په افغانستان کې د سولې منډې ترړې له ناکامۍ سره مخ کړی او په افغانستان کې تپل شوې جګړه دوامداره وساتی. دښمن لورى، په دې کې خپلې ناوړې ګټې له لاسه نه ورکوی، هغوى دا هم غواړی، چې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو مخنیوى وکړی او یا یې سرتاسری مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولی. دښمن په تېرو پارلمانی ټاکنو کې ټولې هغه سیمې په نښه کړې، چې هلته دا ټاکنې ونه شوې، نو پر دغو سیمو به نور فشار هم راوړی، چې ولسمشریزې ټاکنې له ځنډ او خنډ سره په کې مخ کړی. له همدې امله وېره ده، چې سږ کال ژمى به له نورو هغوى په ستر توپیر کې تېر شی، یعنې وسله وال طالبان به په ټول وس د تاریخی او قسم خوړلی دښمن جګړه دوامداره وساتی او تر څنګ به یې نورې ترهګرې ډلې هم خپل بریدونه زیات کړی. په دې پاکستان، روسیه ، ایران او د پردې تر شا انګرېزان دی. د روسیې مداخله خو آن د پنجاب تر کچې رسېدلې او روسیه په افغانستان کې مخامخ جګړه پر مخ وړی، روسانو طالبانو ته د هر ولایت په کچه څلوېښت ټوپک ورکړی، چې د شپې په تیاره کې کس نښه کولاى له منځه وړلى شی. دغه راز روسیه او ورسره پاکستان او ایران په ښکاره توګه د امریکا له خوا د افغان سولې او سیاسی حل لپاره منډې ترړې له خنډ او شکونو سره مخ کوی، یوه جګپوړی روسی دیپلومات وړمه ورځ /دوشنبه/ ویلی، مسکو غواړی چې د افغانستان د سولې لپاره د منځګړیتوب رول ولوبوی ځکه چې فکر کوی امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده. د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف وویل، د افغانستان له سولې سره د مرستې لپاره د روسیې هلې ځلې د دې لپاره نه دی چې د امریکا د هڅو مخه ونیسی، بلکې د خپلو مشروع امنیتی اندېښنو لپاره دی. ده ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د جګړې دوام د روسیې او د هغې د منځنۍ اسیا د متحدانو ګټې ګواښی.کابلوف په مسکو کې یوې غونډې ته وویل«افغانستان زموږ د غوږ ترڅنګ دى، نو د روسیې او د هغې د متحدانو ملی ګټې په خطر کې دی. موږ د روان وضعیت په وړاندې لاس تر زنې نه شو کښېناستلی. موږ د امریکا متحدو ایالتونو ته خبر ورکړ چې د لانجې د حل کولو په هڅو کې بریالۍ نه ښکاری.» ضمیر کابلوف دا خبره وروسته له دې وکړه چې د جمعې په ورځ /نوومبر ۹/ مسکو د طالبانو او د سولې د شورا د استازو په ګډون د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه و. کابلوف همداراز وویل چې امریکا او ناټو نه یوازې د افغانستان د جګړې په پاى ته رسولو کې بریالی شوی نه دی، بلکې شخړه یې لا پراخه کړې ده. ده په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ د ساحو پراختیا د خپلې ادعا ثبوت وباله. «لوېدیځوالو په افغانستان کې جګړه بایللې ده، خو په دې څرګند حقیقت اعتراف نه کوی. که دوى پر قوې اتکا ته دوام ورکړی، یوازې به د زرګونو نورو انسانانو وینې وبهېږی.» د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی یادونه وکړه چې د جګړې په پاى ته رسېدو کې د روسیې، چین، پاکستان او ایران په ګډون د سیمې د هیوادونو ډېره ګټه ده او دوى باید لا ډېر فعال رول ولوبوی. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د مسئلې د سوله ییز حل لپاره هلې ځلې زیاتې کړې او زلمى خلیلزاد یې د سولې لپاره ځانګړى استازى ګومارلى دى. خلیلزاد د شنبې په ماښام له ولسمشر غنی سره له کتنې وروسته له عطا محمد نور، اسماعیل خان او یو شمېر نورو قوماندانانو سره وکتل او ویې ویل چې د افغانستان سوله نژدې شوې ده. دا هڅې د افغانستان د دښمنانو لپاره د منلو نه دی، په تېره بیا روسیه غواړی، چې په سیمه کې د پخوانی شوروی اتحاد په څېر امپراتوری ولری او د دې لپاره د افغانستان شمال هم تر خپلې خېټې لاندې کړی! روسیې په دې معامله کې له ایران او انګرېزانو سره هم موافقې کړې دی! خو امریکا په اسانۍ افغانستان نه پرېږدی، بلکې له دغه ستراتیژیک موقعیته به دفاع کوی، اوس امریکا له خپل اوولس کلن جنګه ستړې شوې او هڅې کوی، چې طالبان له افغان سیاسی بهیر سره یوځاى او د پاکستان، ایران او روسیې له قوماندې یې را واړوی، نو له همدې امله د دښمن هڅې او ارادې بدلې دی. خو بیا هم دښمن لوری پر طالب او نورو ترهګرو ډلو جګړه نه شی ګټلى او نه هم د افغانستان ولسواک نظام ته ستونزې را پورته کولى شی، بلکې طالب او ترهګرې ډلې به ماتې خوری. په ولس کې هم دا ډلې کوم محبوبیت نه لری او ټول ملت اوس پوه شوى، چې دا ډلې د دښمن د ګټو لپاره د ملی پروګرامونو لکه د اوبو مدیریت ،عامه لارو او په تېره بیا د سیمې د وصل لپاره د افغانستان له موقعت سره په مخالفت کې جنګېږی، چې دا تپل شوې جګړه یې هېڅ کوم اسلامی
ارزښت هم نه لری.

هدایت الله نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید