روزنامه هیواد

طالبان دې پر ملی او منل شویو ارزښتونو غور وکړی

ظاهراً د طالبانو تر ټولو لویه غوښتنه دا ده چې امریکایان باید له دوى سره خبرو ته  کښېنی او د دغو خبرو اصلی اجندا دې د امریکایی عسکرو د وتلو د مهالوېش په سر توافق وی.  خوکه توافق همداسې وشی  مثلاً امریکایان په څو میاشتو یا کالو کې، له افغانستان څخه ووتل، بیا به څه کېږی؟ طالبانو ته په کار ده چې د دویمې پوښتنې په اړه لا زیات غور وکړی. د دې لپاره چې په افغانستان کې نظام پر پښو ودریږی او افغانان د نورو هېوادونو د اوسېدونکو غوندې د عادی ژوند کولو فرصت ومومی، نو لازمه ده چې هم له نړۍ سره او هم په خپل منځ کې د ګوزارې کولو هنر ولرو. که طالبان یا د افغانستان دولت له داخلی لوریو سره د توافق روښانه اصول ونه لری، بیا به خدای مکړه په یو بل کورنی جنګ  اووښتی وو او کله چې په خپل منځ کې په جګړه بوخت شو، د استاد ربانی د حکومت د زمانې په څېر به نړیوال له افغانستان سره همکاری حد اقل ته ورسوی ،چې حکومت او ټولنه که د جنګ په نتیجه کې یو مخ له پښو ونه غورځوی، د فقر او بېوزلۍ په وجه به له پښو وغورځېږی.  په افغانستان  او د نړۍ په بل هر هېواد کې د اجتماعی هماهنګی او سیاسی تعامل د ایجاد لپاره اساسی قانون په کار دی. یعنې یو داسې حقوقی چوکاټ ته اړتیا شته  چې د خلکو او سیاسی ډلو حقوق تضمین کړی او هم د واکمنو او سیاسی ډلو او دغه راز د  هېواد د نورو اوسېدونکو وجایب تعریف کاندی. که دغسې حقوقی چوکاټ نه وی، د قدرت په سر به خامخا بزکشی جوړېږی. طالبان که واقعاً غواړی چې د افغانستان په راتلونکې ټولنه کې مثبت نقش ولری، ورته په کار ده چې د ټولنې له غیرمسئولو غړیو د سیاسی او اجتماعی تعامل په اړه یو روښانه تصویر ولری. طالبانو په تېره کې دغسې تصویر نه درلود او نه یې تر اوسه کوښښ کړى چې د دغسې تصویر په جوړولو باندې کار وکړی. د دې لپاره چې په یوه هېواد او ټولنه کې ژوند سوله ییز او انسانی شی، د قدرت د لېږد، کنټرول او ساتلو په اړه واضح حقوقی اصول په کار دی. د مثال په توګه یوازې د قدرت په انتقال به  خبرې وکړو. د قدرت انتقال په تاریخ کې د ګڼو جنګونو او تباهیو سبب ګرځېدلى دى. په تاریخ کې ډېر ځله وینو چې ډېرې وینې بهېدلی دی چې قدرت ته ورسېږی او کله چې د مرګ یا ناروغۍ په وجه یا په  بل علت د تخت ساتل ورته مشکل یا ناممکن شوی دی ، نو فوراً مختلفو لوریو او کسانو د قدرت د غصب لپاره د نویو خونریزیو بنیاد ایښى دى. د اساسی قانون د شتون یوه لویه ګټه دا ده چې د قدرت انتقال په کې پېش بینی کېږی او یو حقوقی چوکاټ ورته جوړېږی چې انتقال مشروع، بې قتل و قتاله او د عدالت په اساس وی. په افغانستان کې د نړۍ د ټولو غیر استبدادی هېوادونو غوندې د اساسی قانون مطابق د قدرت انتقال د عمومی ټاکنو له لارې دى. زموږ په اوسنی اساسی قانون کې هېڅ ولسمشر نه شی کولاى چې له دوو دورو یعنې له لسو کلونو زیاته موده ولسمشر واوسی. دغه راز انتخابات عمومی دی. یعنې هر هغه څوک چې د عمر اتلس کاله یې پوره کړی وی او بله کومه ځانګړې ستونزه ونه لری، د یوې رایې حق لری. هر انسان ته د یوې رایې د حق مانا دا ده چې هېڅوک له بل چا زیات نه دی او لکه څنګه چې د اسلامیت او انسانیت تقاضا ده، د ټولنې ټول غړی په انسانی حقونو کې سره برابر دی. د قدرت د انتقال دغه سیستم ټولو خلکو ته فرصت ورکوی چې د خپلې خوښې سیاستوالو لپاره مبارزه وکړی او له اصولو سره سم د هغه چا مشری ومنی چې اکثرو خلکو ته د منلووړ وی. لکه څنګه چې اشاره وشوه، طالبانو ته په کار ده چې په دې اړه غور وکړی او واضحو نتیجو ته ورسېږی. د افغانستان د خلکو د اساسی حقونو په اړه د طالبانو واضح نظریات به له یوې خوا نړیواله ټولنه دې ته وهڅوی چې پر طالبانو باندې یې بدګومانۍ کمې یا ختمې شی او له بلې خوا به د افغانستان خلک مطمین کړی چې له طالب سره سوله دوى کوم بل جنګ او کومې بلې بدمرغۍ ته نه وړی. که څه هم په تېرو څو کلونو کې د اخترونو په مناسبت یا ځینو نورو وختونو کې د طالب مشرانو په اعلامیو کې ځینې داسې خورې ورې نښې لیدل شوې چې د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د سوله ییز ژوند اراده ورڅخه څرګندیږی، خو دا نښې ډېرې واضح نه دی. متل دی چې وایی، وروری به کوو، حساب تر منځ. طالبان که غواړی چې له نورو افغانانو سره د سولې او ورورۍ ژوند وکړی، نو په هغو مشترکو اصولو باید غور وکړی چې نورو افغانانو ته د منلو وړ وی. حقیقت دا دى چې د سیاسی ژوند او سیاسی فعالیت د اصولو په اړه د طالبانو په نظریو کې ابهام نه یوازې د افغانستان په راتلونکې باندې بد اثر غورځولای شی، بلکې د دوی د خپلې ډلې راتلونکې هم خرابولای شی، ځکه د سیاست په اساسی مسایلو کې ابهام د دې سبب کېږی چې ډېر نږدې دوستان په زړونو کې یو بل ته غله شی او د یو بل پښې ووهی. طالبان په سیاسی ژوند کې یوازې په دې ټکی سره راټول دی چې اسلام غواړو، حال دا چې هر مسلمان اسلام غواړی او په اسلام معتقد دی. سیاسی او اجتماعی اړتیاوې، نورو وضاحتونو ته هم اړتیاوې لری. د جهاد په کلونو کې به یو نیم ځل دا بحث دود شو چې تنظیمونه باید داساسی قانون پرمسودې کار وکړی. ځینو کسانو به ویل چې زموږ اساسی قانون قرآن کریم دى، بل اساسی قانون ته اړتیا نه لرو. د دغو کسانو دا رنګه نظریاتو په افغانستان کې د کشتار عمر اوږد کړ او له اسلام او قرآن سره اصلی دښمنی په حقیقت کې همدې کسانو وکړه. امید دی چې طالب مشران د افغانستان د خلکو د ستونزو د را کمولو لپاره په دې هم فکر وکړی چې راتلونکى افغانستان به د کومو منل شویو او عادلانه اصولو په اساس اداره کیږی؟ که پاکستان ، ایران یا مصر یا د دنیا دبل هر هېواد اساسی قانون یعنې د خپل سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او اجتماعی ژوند په اړه واضحو، دقیقو او بنیادی کرښو ته اړتیا لری، افغانستان یې هم لری. د دې کرښو په اړه ابهام د بدمرغۍ د اوږدېدو باعث ګرځېدلاى شی.

اندړ

ممکن است شما دوست داشته باشید