روزنامه هیواد

طالبان به ډېر ژر وځپل شی او د جګړې توان به له لاسه ورکوی

د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبر ورکوی.د کورنیو چارو وزارت وایی: په تېره میاشت کې طالبانو ته هومره تلفات اوښتی ،چې په تېرو څو کلونو کې یې نه وو لیدلی.د کورنیو چارو وزارت وایی: که د وسله والو طالبانو پرضد روان پوځی عملیات دوې میاشتې نور دوام وکړی، دا ډله به نور له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د جګړې توان له لاسه ورکړی.د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امینی د پنجشنبې په ورځ له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې که څه هم د وژل شویو وسله والو د شمېرې یادونه ونه کړه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د تېرې یکشنبې په ورځ ویلی وو ،چې په افغانستان کې د لسو ورځو جګړو په ترڅ کې له زرو زیات طالبان وژل شوی دی.په همدې حال کې افغان چارواکی د هېواد په لسو ولایتونو کې د نښتو خبر ورکوی.د دوی پر وینا: تر ټولو درنې جګړې په بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو کې شوی، چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونو طالبان تر سخت فشار لاندې نیولی.چارواکو په دې وروستیو کې په بدخشان کې د جګړې په ډګر کې هغه مهال د پرمختګ خبر ورکړ چې د دې ولایت وردوج، یمګان او کران و منجان ولسوالۍ یې بېرته ونیولې، خو په عین حال کې طالبانو هم په دې وروستیو کې د تخار ینګی قلعه او درقد ولسوالۍ نیولی.روېټرز خبری اژانس د امریکا د جګپوړی پوځی چارواکی له قوله چې نوم یې نه دی یاد کړی، خبر ورکوی چې وایی: د امریکا پوځ ښایی د طالبانو د زیاتېدونکو حملو په ځواب کې په افغانستان کې خپلو پوځی عملیاتو ته زور ورکړی.له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې طالبان به د پخوا په پرتله زیات وځپی.ښاغلی ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ د ترورېستی حملو په اړه څرګندونې کولې او زیاته کړې ده: موږ د ۴ ورځو په ترڅ کې دښمن تر پخوا کلک وځاپه او ځپلو ته به یې دوام ورکړو او که په هر مقصد زموږ هېواد ته راشی، په هرځای کې چې وی، پسې وربه شو او پرضد به یې له داسې ځواکه کار واخلو چې متحدوایالتونو هېڅ کله نه دی کارولی، زه لا د اټومی ځواک خبره نه کوم.په افغانستان کې د تشدد څپې وروسته له هغه زور واخیست، چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې. ټرمپ د کابل په شش درک سیمه کې له خونړۍ چاودنې وروسته د طالبانو له مشرانو سره پلان شوې کتنه هم فسخه کړه. د شش درک په چاودنه کې پر یوه امریکایی او یوه رومانیایی سرتېری سربېره لس ملکی افغانان شهیدان شول. ولسمشر ټرمپ د سنبلې په اولسمه پرټوېټرپاڼه ولیکل، که طالبان د سولې د ډېرو مهمو خبرو په جریان کې پر اوربند موافقه نه شی کولی او بېګناه وګړی وژنی، نو د سولې د یوې مهمې موافقې په اړه هم ښایی د خبرو صلاحیت ونه لری.امریکایی چارواکو په تېرو لسو میاشتو کې له طالبانو سره په نهو پړاوونو کې خبرې کړې دی.د امریکا ولسمشر ژمنه کړې ، چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوی او امریکایی سرتېری به هېواد ته ستنوی.په دې جګړه کې شااوخوا ۲۴۰۰ امریکایی سرتېری وژل شوی.اوس مهال د ۱۴ زرو په شااوخوا کې امریکایی پوځیان په افغانستان کې دېره دی

ممکن است شما دوست داشته باشید