روزنامه هیواد

طالبان به بىا پر غزنی ښار حملې ته زړه ښه نه کړی

وروسته له دې چې د غزنی ځىنو اوسېدونکو وېره ښکاره کړه چې طالبان به بىا پر دغه ښار وبلوسی، د غزنی امنىه قوماندان خلکو ته ډاډ ورکړ. د غزنی امنىه قوماندانۍ د پنجشنبې په ورځ په ىوه خبرپاڼه کې وىلی چې دښمن هڅه کوی، چې د غزنی ښارىانو ته اندېښنه پىدا کړی چې ګواکی پر ښار ىې بىا برىد کېږی ، خو دا ډول اوازې ىوازې تبلېغاتی جنګ دى.په ىو شمېر راپورونو کې د دولتی مامورىنو او عامو خلکو له قوله وىل شوی وو چې که د غزنی ښار امنىتی کمربند جوړ نه شی د تېر په شان به بىا پر دې ښار ىرغل وشی.د غزنی ځىنې اوسېدونکی وایی، چې له مرکز سره د ډېرو ولسوالىو لارې بندې دی او ىو شمېر ولسوالۍ د سقوط په درشل کې دی، خو امنىه قوماندانی په خپله خبرپاڼه کې وایی: (( د غزنی امنىه قوماندانی د غزنی ولس ته اطمىنان ورکوی چی هېڅ نوع ستونزه نه شته تر هغه چې ستاسو امنىتی سرتېری وېښ وی تاسو ارام وکړئ. دښمن تېر ځل داسې ماتی خوړلې چې بىا به د غزنی برىد ته زړه ښه نه کړی.))پر غزنی ښار د افغان او بهرنىو طالبانو په وروستۍ حمله کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ملکىان، امنىتی ځواکونه شهیدان او وسله وال سختدرىځ ووژل شول او ښار ته د میلىاردونو افغانىو تاوان واوښت.

د یوبل خبرله مخې : د افغانستان حکومت غواړی چې د غزنی په حمله کې د پاکستان د آى اىس آى د رول په اړه شواهد دغه هېواد ته وړاندې کړی.د هند اکانومىک ټاىمز ورځپاڼه وایی، چې د افغانستان د ملی امنىت سرچىنو ورته وىلی چې د غزنی په حمله کې د پاکستان د رول په اړه د دغه هېواد د لوى درستىز له انکار سره سره به دې هېواد ته کره شواهد وسپاری.ورځپاڼه زىاتوی: د افغانستان د ملی امنىت رىاست باور لری چې آى اىس آى د غزنی ښار د حملې پلان د دې لپاره جوړ کړ چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند احتمال له منځه ىوسی.د ملی امنىت د رىاست ىوه چارواکی، چې نه ىې غوښتل نوم ىې واخىستل شی، ووىل، آى اىس آى لشکرطىبه ترورىستی ډله ګومارلې وه چې له پېښور، کوټې او پنجاب اىالت څخه خپلې ترهګرې ډلګۍ غزنی ته ولېږی او پر دې ښار ىرغل وکړی.ده دا هم وىلی چې د پاکستان پوځىان هم د جګړې په مىدان کې موجود وو او هغوى طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته د جګړې لارښوونه کوله.د ملی امنىت دا چارواکى وایی، چې د غزنی په جګړه کې ژوبل شوی کسان د پکتىا او خوست له لارو د وزىرستان او نورو سىمو روغتونونو ته لېږدول شوی دی.دى وایی، چې ترهګر په ۳ ډلو وېشل شوی وو؛ لومړۍ ډلې، چې د زبىر بن عوام تر مشرۍ لاندې وه، له ۱۲۰ تنو حمله کوونکو جوړه وه چې ډېرى غړی ىې د پنجاب او خىبر پښتونخوا وګړی وو ، خو په خپله زبىر، چې ىو مستعار نوم دى، د پنجاب د ګوجرانوالا اوسېدونکى دى.دوهمه ډله، چې شمېر ىې ۹۰ تنه و د لشکر طىبه له ترورىستانو جوړه وه خالد بن ولىد نومېده او د مشر مستعار نوم ىې خالد احمد و.درېمه ډله المنصور نومېده چې ۱۲۰ تنه په کې شامل وو. په دې ډله کې، چې د حقانی شبکې تر مشرۍ لاندې وه، د زابل، پکتىکا، پکتىا، غزنی او جنوبی وزىرستان کسانو برخه لرله.

ممکن است شما دوست داشته باشید