روزنامه هیواد

طالبانو په نورستان کې ۱۲ روغتیایی مرکزونه تړلی

د نورستان د عامې روغتىا ریىس ډاکټر ذکی الله ستوری امرىکا غږ ته وىلی: (( د نورستان په دواب، منډول، نورګرام، کامدېش او برګمټال ولسوالىو کې طالبانو ۱۷ روغتىایی مرکزونه چې پر [ اهىډ ] موسسې پورې تړلی وو، بند کړی وو چې پنځه ىې په کامدېش او برګمټال کې بېرته پرانىستل شوی او دوولس لا هم تړلی پاتې دی.))د عامې روغتىا ریىس وایی چې روغتىایی مراکز تر ډېره د طالبانو تر ولکې لاندې سىمو کې دی، ځکه نو روغتىایی کارکوونکو او ولسی خلکو طالبانو ته شکاىت کړى او روغتىایی مرکزونه ىې بند کړی دی.نوموړی ووىل: (( زموږ خپل پرسونل هم طالبانو ته ځىنې شکاىتونه کړی دی، ریښتىا هم دغې نوې اىنجىو چې کوم قرارداد اخىستى دى، دوى په لږو پىسو دا پروژه اخىستې ده او دا امکان نلری چې په دغو پىسو خدمات وړاندې کړی، ىو څه منفی تاثىر ىې کړی دى. بل دلىل ىې دادى چې دارو درمل هم کم ورکول کېږی او پوره نه رسېږی.))

نوموړى زىاتوی: ((  بله مسئله دا هم ده چې دغې نوې اىنجىو د فعالىت مطابق د معاش ورکولو سیستم جوړ کړى او چې چا ټاکلى ټارګېټ پوره نه کړ، نو معاش ىې کمېږی، دا هم ىوه لوىه مسئله ده.))ولسی خلک هم وایی چې په سىمو کې ىې ناروغان له ډېر بد حالت سره مخامخ دی.د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی وایی : دا ىوه مىاشت کېږی چې کلىنىکونه یې بند دی، ډاکټرانو ته معاش نه ورکول کېږی. طالبانو هم فشار راوړى دى.دا ناروغان د ولسوالۍ مرکزی کلىنىک ته راوړل کېږی ، خو څوک نشته ، مجبورېږی،لغمان ته رسول کېږی.))د نورستان والی حافظ عبد القىوم وىلی چې د قومی جرګو له لارې د ټولو روغتىایی مرکزونو د بېرته خلاصون هلې ځلې روانې دی او ممکن د همدې اوونۍ تر پاىه دغه ستونزه اواره شی.په ټول نورستان کې ۴۳ روغتىایی مرکزونه فعالىت کوی چې ۳۷ ىې د اهىډ موسسې پورې او پاتې نور ىې په نورو انجیو ګانو پورې تړلی دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید