د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د غزنی د ولایتی شورا غړی وایی چې طالبانو پر ښار دپرله پسې بریدونو په لړ کې ودانیو او عامه تاسیساتو ته اور ورته کاوه.د ولایتی شورا غړی نصیر احمد فقیری ویلی: طالبانو د غزنویان تلوېزیون سټېشن ته اور اچولى.د ولایتی شورا ځینو نورو غړیو وویل، چې طالبانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دفتر په ګډون ګڼو نورو دولتی او غیر دولتی ادارو ته هم اور اچولى.دوى دغه راز وایی چې یو شمېر طالبان لوړو تجارتی ودانیو ته ختلی وو او له هغه ځایه یې د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې چې په نتیجه کې یې دا ودانۍ سختې ویجاړې شوې او د غزنی ښاریانو ته یې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت تاوان اړولى دى.د ولایتی شورا بل غړی باز محمد همت ویلی چې د طالبانو د یرغل په نتیجه کې بې شمېره ملکیان هم وژل شوی یا ټپیان شوی دی.د همت په وینا ۱۳۳ ملکیان د ښار په روغتون کې بستر شوی دی.همت او د ولایتی شورا نور غړی وایی چې د ټپیانو شمېر له دې خورا زیات دى، خو اکثره خلک له هغو سیمو څخه چې جګړه پکې روانه ده د نښتو د دوام له کبله خپل ټپیان روغتون ته نه شی رسولى.