روزنامه هیواد

طالبانو نه، بلکې پاکستان د سولې مخه ډب کړې ده

باتورو او سرښندونکو افغانانو له ۱۹۷۹ زېږدېز کال څخه تر ۱۹۸۹ زېږدېز کاله پورې د روسانو له لوری د افغانستان د  اشغال په لس کلنه موده کې د روسانو پرضد خپلې سینې سپرکړې، هغوى یې پرګونډو کړل، له شرمه ډکو ماتو سره یې مخ کړل  ، له حماسه هستوونکی  افغانستانه یې تېښتې ته  اړ  کړل اودهغوى (۱۴۰۰۰) افسران او سرتیری یی ووژل ،  تردوه  سوه زره پورې یې ټپیان کړل اوتر سلو پورې یې ترې تم شول چې په پایله کې  یې افغانانو د افغانستان  او دپاکستان خاوره د روسانو له منګولو وژغورله او دټوټه کېدو اوتجزیه کېدو له خطره یې هم خوندی کړه . افغانانو دغه مهال د روسانو پروړاندې د زیاتو قربانیو د ورکولو په پایله کې امریکا ته  هم زیاته ګټه ورسوله چې  له امله یې امریکا په پاکستان او  افغانستان کې  له افغانانو سره  دمرستو له  ورکولو اود داسې نورو مالی زیانونو له ګاللو وژغورله، خو  له ډېره بده مرغه د  پاکستان دوه مخو او تور مخو پنجابیانو د افغانانو پروینو د  پاکستان دخاورې د آبادولو او ژغورلو  په غبرګون کې له یوې خوا په پاکستان کې په مېشتو افغان کډوالو پسې کوتکې را واخیستلې ، دهغوى پرلوټولو ، وهلو ،ټکولو ، نیولو ، بندیانولو اوآن دهغوی پر وژلو یې لاس پورې کړ او  له بلې خوا یی پرزیات زور او جبر سره د ترهګرو له لیکو سره دهغوى دیوځاى کېدو ناوړې هڅې پیل کړې اوله دې لارې په ۱۹۸۹ زېږدېز کال کې د افغانستان له  خاورې څخه د روسانو له  وتلو سره سم په افغانستان کې د تنظیمی ډلو  ، جنګسالارانو  توپک سالارانو، دقدرت د ګدۍ او پیسو د لیونیانو ، قومی کنډکونو او نورو زور واکانو ترمنځ د زیاتو بې اتفاقیو اورته لمن ووهله او دافغانستان پلازمینه کابل یې دهغوى ترمنځ د  خپلمنځی جګړو پرډګر بدل کړ، انسان تښتونو، مرموزو  وژنو، غلاګانو او نورو زیاتو وحشتونو،بربریتونو اونورو ناخوالو په کې زور واخیست. همدارنګه د طالبانو اوالقاعده په ګډون د  افغان  سولې له  لارې دستر خنډ په توګه وحشی صفتو ترورېستی ډلو پر افغانستان په څه دپاسه څلوېښت کلنې تپل شوې خونړۍ جګړه کې دخپلو مغرضو پاکستانی بادارانو او دوه مخو پنجابی واکمنانو په بې شرمانه لمسوونکو ، هڅونو او اشارو سره په  افغانستان کې دښځو ،ماشومانو او بوډاګانو په ګډون دبېګناه ، بېدفاع او مظلومو خلکو او نورو کورنیو او بهرنیو اتباعو بېرحمانه وژنو او داسې نورو فجیعو اوشنیعو  عملونو ته دوام ورکړ او له دې لارې یې افغانستان ته زیات ځانی او مالی زیانونه واړول او دطالبانو په ګډون دغه ډول وحشی صفته ترورېستی ډلې او د پنجابستان روزل شوی او پېردول شوی اجیران د  پاکستان، روسیې اوایران په  څېرد افغانستان ددغه ډول تاریخی او قسم خوړلو دښمنانو له فرمانه پرته هېڅ نه  شی  کولای  اونه دا واک  او  اختیارلری چې یوګام هم واخلی اوله افغان حکومت سره دسولې دخبرو پرټغر کښېنی، سراسری اوربند وکړی چې له امله یې دکلونو کلونو جګړه ځپلو او دسولې د ارمانجنو افغانانو دیوې سترې غوښتنې په توګه په  افغانستان کې د تلپاتې، رښتینې او سراسری سولې لوړ هدف ته د رسېدلو لپاره په هېواد کې د خونړیو، بېرحمانه او وحشیانه جګړو له  دوامه لاس واخلی په  داسې حال کې چې افغان حکومت بیا دسولې د خیرلاره نیولې او په هېواد کې کې یې دسولې لپاره طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو ته زیاتې آسانتیاوې منلې دی  آن  تردې چې د ۳۲۰۰ استازو پرغړیتوب یې دسولې دمشورتی لویې جرګې د پرېکړو له مخې طالبانو  ته دزیاتو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه هم کړې، خو له ډېره بده مرغه د پاکستان او روسیی په  څېر د افغانستان تاریخی اوقسم خوړولو دښمنانویې مخه ډب کړې ده ، طالبان یې بې واکه کړی او  له دې  لارې دسولې خبرې ټکنۍ ،ځنډنۍ اوخنډنۍ کړې او دسولې پرځای یې د هېواد ددغه ډول تاریخی او قسم  خوړلو دښمنانو پرلمسوونو  او اشارو  سره دهغوى  تالی څټو، لاسپوڅواو ګوډاګیانو طالبانو اونورو ترهګرو ډلو په هېواد خپلو خونړیو حملوته زور  ورکړى ، دافغانستان په ګډون یې د سیمې او نړۍ سوله دوست او بشردوست هېوادونه زیات اندېښمن کړی او په افغانستان کې ددغو خونړیو جګړو عاملین په  کلکه غندی او زیات لعنتونه پرې وایی، ستره غوښتنه داده چې امریکا باید هرومرو په افغانستان کې دسولې لپاره ترټولو مخکې دسولې دسترخنډ په توګه پاکستان پرګونډو او آن په نښه کړی  او ددغه دوه مخی ،مکار او درواغجن پاکستان مشران دې د اسامه له برخلیک سره مخ کړی ، نوهله به یې امریکا له شره وژغورل شی او په هېواد کې به دسولې ډیوه هم په ځلېدو راشی اوهم به دترهګرو پرځالو دافغانستان د  بدلېدو مخه ونیوله شی او له بلې خوا به دسیمې او نړۍ ثبات ته دسترګواښ په توګه په پاکستان ددوه اویاوو ترورېستی ډلو جرړې بېخی وچې شی، د طالبانو ،حقانی شبکې ، لشکر طیبه او جیش محمد په  ګډون د ترورېستی ډلو دېرش زره استخباراتی مدرسې او روزنځایونه له منځه لاړ شی په پاکستان کې به د استخباراتی مدرسو دروازې د پنځه ویشت میلیونو ترهګرو او اورپکو پرمخ بندی شی  او له دې لارې به د افغانستان، امریکا او هند په ګډون دسیمې اونړۍ هېوادونه دتل لپاره د ترهګرو او دهغوى دملاتړکوونکو ، روزونکی او وسله وال کوونکی هېواد پاکستان له  شره خوندی شی او خلک به یې له هوسا ، بسیا او سوکاله ژوند  څخه
برخمن شی.

پرتمین همت یار

ممکن است شما دوست داشته باشید