روزنامه هیواد

(( طالبانو له هوکړې وروسته په۳۷۰۰ بریدون کې ۴۶۹ ملکیان وژلی ))

د ملی امنیت عمومی ریاست وایی، طالبانو له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته پر افغان لوری ۳۷۰۰ بریدونه کړی ، چې په دغو بریدونو کې ۴۶۹ ملکیان وژل شوی او ۹۴۸ ملکیان ژوبل دی.

ملی امنیت پرون په خبرپاڼه کې ویلی، د شمېرو له مخې طالبانو په دوو نیمو میاشتو کې پر افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو ۳۷۱۲ بریدونه کړی دی.ملی امنیت وایی: دولتی ځواکونو هم په دفاعی حالت کې پر طالبانو د سولې له هوکړې راوروسته ۱۵۹۳ عملیات کړی، چې په ترڅ کې یې ۲۱۳۴ طالبان وژل شوی او ۱۶۹۱ نور یې ژوبل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غنی د وروستیو بریدونو په غبرګون خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی، چې له دفاعی حالته ووځی او په ترهګرو یرغلیز عملیات وکړی، ځکه د ملی امنیت شورا د ارقامو له مخې یوازې وړمه ورځ طالبانو او د هغوی حامیانو ۵۱ ملکیان وژلی او ۱۱۵ نور یې ژوبل کړیدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید