روزنامه هیواد

طالبانو لا هم له القاعدې ډلې سره اړیکې نه دی پرې کړی

  د امریکا د مرکزی قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت مک کنزی وایی: وسلوالو طالبانو لا هم له القاعدې ډلې سره اړیکې نه دی پرې کړی او دوی لا هم خپلو کې فعالې اړیکې لری.دی وایی: له امریکا سره د دوحې تړون مطابق پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه دی کړی، خو دې ډلې لا هم القاعدې ډلې سره خپلې اړیکې نه دی پرې کړی او دا لویه ستونزه ده.د جنرال کنزی پر باور، طالبانو د دوحې تړون ژمنې نه دی عملی کړی او دا ډله باید په دې برخه کې خپله ژمنتیا ثابته کړی.نوموړی وایی: په افغانستان کې اوس مهال د تاوترخوالی کچه ډېره لوړه ده او زما په باور ډېری مسوولیت یې هم طالبانو ته راجع دی.د امریکا د مرکزی قوماندانۍ قوماندان دا جنرال داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې لا وړمه ورځ وسلوالو طالبانو له خپلو جنګیالیو غوښتی و، تر څو په خپلو لیکو کې بهرنیو ترهګرو ته د جلب او جذب مخه ونیسی او که چا سرغړونه وکړه، د دې ډلې له لیکو به اېستل کېږی او سزا به ورکول کېږی.دا په داسې حال کې ده ،چې افغان حکومت هم په ځلونه ځلونه د شواهدو پر بنسټ ویلی ،چې طالبان لا هم له القاعدې سړه اړیکې لری .

ممکن است شما دوست داشته باشید