روزنامه هیواد

طالبانو سړکونو ته څومره زىان اړولى؟

په افغانستان کې وروستۍ ۱۷ کلنې جګړې ټولګټو پروژو ته هم سخت زىانونه اړولی چې جبران ىې کلونه وخت او مېلىونونه ډالر غواړی.د ټولګټو وزارت د مالوماتو په اساس، د افغانستان ۲۵ سلنه سړکونه طالبانو ىا بىخی له منځه وړی او ىا ىې تخرىب کړی دی. طالبانو د لویو لارو تر څنګ ګڼ فرعی سړکونه لکه ولسوالىو او ښارونو ته نږدې سړکونه یې په بلدوزرونو او تراکتورونو وران کړی دی.د دې تر څنګ طالبانو پلچکونه او سړکونه په ماىنونو له منځه وړی چې بىا رغول ىې ډېر لګښت غواړی.طالبانو دا کار په اګاهانه ډول کړى ، ځکه په افغانستان کې جګړه، د بربادۍ او وېجاړۍ لپاره کېږی او طالبانو ته دستور ورکول کېږی چې هېڅ داسې ځاى جوړ پرې نږدی چې خلک ترې ګټه واخلی او د افغانستان راتلونکې پکې تضمىن شی.طالبانو ځىنې سړکونه له دې امله وران کړل چې ماىن پرې نه خښېده او ځىنې نور ىې له دې کبله پکې خندقونه جوړ کړل چې افغان ځواکونه او ملکی خلک پرې تګ راتګ و نه کړی.د غزنی ـ پکتىکا سړک، د هلمند د نادعلی ـ مارجې سړک او د کابل ـ کندهار سړک ىې ښه مثالونه دی چې طالبانو پرې اعتراف هم کړى دى.په دغو سړکونو باندې مېلىونونه ډالره لګښت راغلى و چې ىوه برخه ىې له ملی بودجې ورکول شوې او نورې ىې مرستندوىو هېوادونو ورکړې وې.د دغو سړکونو ډىزاىن او سروې هم په ستر لګښت شوې وه او بىا قراردادی شرکت ته ورکول شوی وو چې د خلکو ژوند ورسره ښه شی.خو طالبان چې هېڅ ىې پر افغانانو ښه ژوند نه لورېږی، دا سړکونه ىې په ىوه ورځ او ىو ساعت کې په ىو ماىن له منځه ىووړل .طالبان د هېواد لپاره ناسور دى او تر څو چې دا ډلې په افغانستان کې وسله وال فعالىت کوی، د افغانانو لپاره به ستونزې جوړوی او په ىوه او بله پلمه به دا هېواد له پرمختګ څخه راګرځوی.قىر سړکونه د خلکو لپاره جوړ شوی چې ګټه ترې واخلی او د ساعتونو مزل په دقىقو کې طى کړی، دغه راز له سړکونو طالبان او د دوى کورنۍ هم ګټه اخلی، خو دا چې طالب مزدور دى او په خپل واک کې نه دى، نو ورانکارې کړنې کوی، داسې ورانکارې چې نه ىې اسلامىت منی او نه ىې انسانىت.افغان حکومت اوس پتىلې چې دا سړکونه بىا جوړ کړی، د سړکونو د ساتنې او څارنې لپاره پلان جوړ کړی، خو تر څو چې طالب وی، سړک او پلچک به ورانوی او طالب د همدې لپاره رامنځ ته شوى دى.

سىد عبدالله پاچا

ممکن است شما دوست داشته باشید