روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبانو د ملت د غوښتنو تر څنګ د روژې مبارکۍ میاشتې درناوی هم ونه کړ

دا ښکاره خبره ده چې د روژې مبارکه میاشت د خدای پاک تر ټولو غوره میاشت، د قرآن عظیم الشان د نازلیدو او تر ټولو سپیڅلی میاشت ده، په دې میاشت کې د مسلمانانو پرمخ د جنت دروازې پرانیستل کېږی او د دوزخ دروازې بندېږی، د اسلام ستر پیامبر حضرت محمد مصطفی(ص) د روژې د فضیلتونو او عظمت په اړه فرمایلی:
ای د خدای بنده ګانو! د خدای میاشت له رحمت، بخښنې او رحمت سره ستاسو په لور راغلې ده، هغه میاشت چې د خدای په نسبت تر ټولو غوره ده، ورځې یې تر ټولو ښې ورځی او شپې یې هم تر ټولو غوره شپی دی او ساعتونه یې هم تر ټولو غوره ساعتونه دی، د خدای میلمستیا ته بلل شوی یاست. د اهل کرامت په لړ کې راغلی یاست، په دې میاشت کې ستاسو سا اخیستل، تسبیح، ستاسو عبادت او نور عملونه هم غوره او دعاګانی مو قبولی دی، نو په پاک زړه او ښه نیت پرودګار یاد کړئ، خو بد بخته هغه کسان دی چې په دې سترې میاشت کې د خدای له بخښنې محروم شی، خو بد بختانه چې سره له دې هم د هېواد او ولس دښمنانو د تېرو جنایتونو له څیر بیاهم د روژې مبارکۍ میاشتی په پیلېدو سره سم افغان ولس ته درد او غم ډالۍ کړ، دا په داسې حال کې چې د سولې مشورتی لویی جرګی کې هم د ولس ۳۲۰۰  استازو په یو غږ سره پر دولت او وسلوالو ډلو غږ وکړ، چې حد اقل باید د سولې د خبرو لپاره او د روژې مبارکۍ میاشتې ته په درناوی سره لومړی باید اوربند وشی، چې د افغانستان  داسلامی جمهوریت جمهور رییس د ولس داستازو فیصلو ته د درناوی په موخه د وسلوالو مخالفینو د (۱۷۵) تنو بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ او تر څنګ یې له وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د سولې غوښتنې غږ ته لبیک ووایی، یا لږ تر لږه د روژې مبارکې میاشتی ته په درناوی له جګړې، تاوتریخوالی او انسان وژنی څخه لاس واخلی، خو له بده مرغه دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو په جلال آباد ښار کې د کرېکټ په لوبغاړلی کې چې د رمضان کپ تر نامه لاندې سیالۍ روانې وې د درېو پرله پسی تروریستی بریدونو په تر سره کولو سره د یو شمېر لوبغاړو په ګډون زموږ په لسګونو تنه مظلوم او بې ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، دغه ترهګرې او انسان وژونکې ډلې چې دینی ارزښتونو او مبارکو ورځو ته هېڅ ډول درناوى نه لری، یو ځل بیایې د خپلو بادارانو په اشاره د روژې په مبارکه میاشت کې یو ستر بشری جنایت او نه بښونکی عمل تر سره کړ او د افغان ولس پر وړاندې یې بیا هم خپله دښمنی او بې رحمی ثابته کړه، دهغوى دغه خونړى عمل په هېڅ دین او ائین کې د توجیه وړ نه دى، څنګه چې الله تعالی فرمایلی: سوره نساء آیت ۹۳ . ژباړه: څوک چې یو مومن په قصد سره قتل کړی دهغه سزا تل پاتی دوزخ دى، او الله تعالی خپل عذاب پر هغه نازل کوی، هغه له خپل رحمت څخه بې برخی کوی او دهغه لپاره لوی عذاب دی، خو له بده مرغه چې د طالب او داعش په نامه ترهګرې ډلې تل دغه شان ناخوالې او کرغېړنې پیښی زموږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړی ، افسوس په داسې افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر له مظلومو افغانانو قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هېچاته اجازه نه ورکوی چې د یو بېګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی.په پای کې د دغې خونړۍ او دردوونکی پېښې شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پېښی عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دې د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب اخته کړی.

سید عبدالله پاچا

ممکن است شما دوست داشته باشید