روزنامه هیواد

طالبانو د سولې د هوکړې نهایی متن پاکستان ته استولی

پاکستانی رسنیو د طالبانو د قطری مشرانو له قوله لیکلی، چې له امریکا سره د دوی د سولې د هوکړې د متن یوه کاپی د کوټې شورا ته رسېدلې.د پاکستان ډیلی ټایمز ورځپاڼې د طالب مشرانو له قوله لیکلی، دا متن یې د کوټې شورا ته استولی ، خو پر تخنیکی برخو یې له امریکایی چارواکو سره لا چنې وهل روان دی.تر دې وړاندې په افغانستان کې د سولې لپاره  د امریکا ځانګری استازی زلمی خلیلزاد هم وویل ،چې د سولې د هوکړې متن به یو ځل ټرمپ هم لولی بیا به لاسلیکېږی، خو اوس طالبانو ویلی ،چې دوی هم د کوټې شورا ته د متن یوه کاپی استولې چې د طالبانو مشران یې وارزوی.د سولې د هوکړې د وروستی متن په تړاو زلمی خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په کابل کې په مرکه کې وویل، افغان چارواکو ته یې وروستی متن یووارې د لوستلو لپاره ورکړ خو مسوده یې ورته نه ده سپارلې چې له ځان سره یې وساتی.خلیلزاد زیاته کړې، د سولې په هوکړه کې یې د هغه څه په اړه هم ،چې له امریکا سره تړاو لری، له افغان چارواکو څخه مشوره اخیستې ده.دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم ویلی، چې د سولې د هوکړې وروستى متن یې په جدیت څېړلی او په اړه به یې د افغانستان ګټو ته په پام پرېکړه اعلام کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید