روزنامه هیواد

طالبانو ته د پردۍ جګړې د دوام هېڅ بله پلمه نشته!

پرون جمعه د سولې لپاره ملی مشورتی لویه جرګه له پنځه ورځنیو بحثونو وروسته د ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک په تصویب پای ته ورسېده. دې جرګې پر طالبانو غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره سوله وکړی! په دې جرګه کې په خلاص مټ آزاد نظر وړاندې شو، دا هغه ملی جرګه وه، چې له هرې ولسوالۍ د ملت په ټاکنه استازی را ټول شول او له کوم فشار او زور پرته یې د حاکم نظام ننګه وکړه، د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونو یې د نړیوال فشار غوښتنه کوله او حکومت یې مکلف کړ، چې اوربند وکړی. موږ د لویې جرګې له پرېکړه لیک د زړه له تله ننګه او ملاتړ کوو او افغان حکومت د ملت د دې سترې پرېکړې پلی کول پر ځان ملی وجیبه بولی، دې ته په کتو سره د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوری رییس محمد اشرف غنی د مشورتی لویې جرګې په پای کې اعلام وکړ چې د دې جرګې ټولې ژمنې به عملی کوی او د ملت د استازیو هره پرېکړه ورته د منلو وړ ده، ولسمشر غنی د سولې د پروسې په وړاندې د ښه نیت ښودلو لپاره د ۱۷۵ طالب بندیانو خوشی کولو پرېکړه اعلام کړه. ولسمشر غنی د مشورتی لویې جرګې په پاییزه وینا کې پر طالبانو غږ وکړ خپل پلاوی کابل یا کوم بل ولایت ته ورولېږی ،چې بندیان یې په ډېر عزت سره ورته وسپاری. دا د تلپاتې سولې لپاره د ولسمشر غنی د ښه نیت ستره بېلګه ده، همدا راز ولسمشر غنی ژمنه وکړه، چې د مبارکې روژې په درنښت او د مشورتی لویې جرګې د پرېکړه لیک په درناوی اوربند اعلام کړی، خو په دې شرط چې طالبان هم اوربند وکړی. ولسمشر غنی د مشورتی لویې جرګې د پرېکړه لیک هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې په هېواد کې دننه د سولې خبرې پیل کړی. د ولسمشر غنی خبره سمه ده،چې تر دې لویې اجماع چې د لویې جرګې په تالار کې ولیدل شوه، په بل ځای کې نشته. یعنې ولس یوځل بیا ثابته کړه، چې د سولې لپاره ملی اجماع لری، په دې اړه ولسمشر روښانه کړه : (( مشورتی لویې جرګې ماته صلاحیت او مشوره راکړه چې مذاکره کوونکی هیئت وټاکم.)) له دې لویې جرګې مالومه شوه،چې نوره ملت ته دا پردۍ جګړه د زغملو نه ده، ملت یې مردوده ګڼی او له نړیوالې ټولنې غواړی، چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو او ترهګرو ملاتړی هېوادونه تر فشار لاندې راولی او د سولې په نه امکان کې بیا افغان حکومت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دا مسئله مطرح او حل کړی! افغان ولس تل د خپلو ستونزو د حل لپاره ملت ته مخه کړې او د جرګو په را بللو سره یې خپلې ستونزې حل کړې دی، نن هم افغان ملت د پاک الله ((ج)) له لارښوونې سره سم د سولې غوښتنه وکړه، دا غوښتنه حکومت ومنله. کله چې سوله د الله پاک امر دی، د ملت لویه غوښتنه او د حکومت ستره او نه ستړې کېدونکې دنده، نو طالبان بل هېڅ کومه پلمه نلری، چې بیا هم پردۍ تپل شوې او د اسلام او ملت له نظره ناروا جګړې ته دوام ورکړی! طالبان باید د ملت غوښتنه ومنی، که هغوی ځانونه د ملت زامن او د افغانستان بچیان ګڼی، نو سوله به وکړی! موږ له ولسمشر محمد اشرف غنی مننه کوو، چې د ملی مشورتی لویې جرګې ټولې پرېکړې یې ومنلې او د ښه نیت ښوودلو لپاره یې د طالبانو د ګڼو بندیانو د خوشی کولو او د سولې په هیله یې په پاکه او مبارکه روژه کې او د دې مبارکې روژې په احترام په دې میاشت کې د اوربند اعلام وکړ، طالبان هم باید همداسې نیت ښکاره کړی، بندیان خوشی کړی، خپل هېواد ته راشی، د سولې خبرې پیل کړی او د دې لپاره لومړی اوربند وکړی، له دې پرته به د خدای، ملت او نړۍ پر وړاندې ملامت وی او دا ملامتیا تاریخی او شرمېدلې ملامتیا ده!

ممکن است شما دوست داشته باشید