روزنامه هیواد

طالبانو ته د ناټو د پیغام هرکلی کوو

په افغانستان کې د سولې له هڅو سره سره بیا هم طالبانو یرغلونو او بریدونو ته زور ورکړی، چې د سولې لړۍ یې ننګولې او له خپلو ژمنو سره سره یې بیا هم له ترهګرۍ لاس نه دی اخیستی، خو دا چاره په هېڅ توګه نه افغانانو ته د منلو ده، نه د افغانانو ملاتړیو او متحدیدینو ته او نه هم نړیوالې ټولنې ته، بیا هم له طالبانو غوښتنه کېږی، چې د سولې لپاره له فرصته ګټه پورته او جګړه بنده کړی. تازه طالبانو ته د شمالی اتلانتیک تړون (ناټو سازمان) سرمنشی ینس سټولټنبرګ واضح پیغام، ورکړی: ((د تاوتریخوالی نه‌منونکې کچه راټیټه او له ټولو ترهګرو سره اړیکې پرې کړئ.))

ناټو وړمه ورځ جمعه او تېره پنجشنبې د دفاع د وزیرانو په کچه د افغانستان په اړه بحثونه کړی دی. سرمنشی ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې په افغانستان کې امنیتی وضعیت خراب دی او په‌کار ده چې طالبان د تاوتریخوالی کچه راکمه کړی: ((طالبان باید د تاوتریخوالی نه‌منونکې کچه راټیټه کړی ،چې د اوربند لپاره زمینه برابره شی. هغوی باید له القاعده او نورو ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړی، داسې چې افغانستان هېڅکله بیا زموږ پرهېوادونو د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه‌کارول شی.))

ینس سټولټنبرګ وویل : د ناټو پوځیان له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته تللی او وتل‌یې هم په شرایطو پورې اړه لری.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د سولې پر خلاف او د افغان ملت او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سره بیا هم جګړې او یرغلونو ته زور ورکړی دی، سره له دې، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې په هڅو د تېرې سپټمبر په ۱۲مه په قطر کې طالبان د سولې راوستو لپاره له افغان پلاوی سره د مذاکراتو خبرو ته حاضر شوی، خو تر اوسه هغوی په یوه او بله پلمه له دې مذاکراتو په شا کېږی، دا د سولې لپاره تر لاسه شوی فرصت ننګوی او همدا رنګه د سولې لپاره د افغان ولس او نړیوالو هیلې مړاوې کوی! افغانانو او د افغانستان متحدینو لکه ناټو او امریکا، په ځانګړې توګه نړیوالې او اروپایی ټولنې ته په هېڅ توګه د هغوی دا بریدونه او جګړه د منلو نه ده، طالبانو له ترهګریزو ډلو سره د افغانستان پر بېلابېلو برخو بریدونو ته زور ورکړی او په څو ولایتونو کې یې هممهاله بریدونه او ترهګریزې حملې پراخې کړې دی. د طالبانو تر ټولو تازه بریدونه په نیمروز کې وو چې د راپورونو په اساس ۲۲ افغان سرتېری په‌کې شهیدان شوی دی. دې ډلې مخکې په تخار کې هم لسګونه افغان پوځیان شهیدان کړل. په هلمند کې خو له شااوخوا دوو اوونیو راهیسې د هغوی جګړه روانه ده. د هلمند په برید کې طالبانو آن پاکستانی ملېشې او پوځیان او بهرنۍ ترهګرۍ ډلې هم له ځانه سره ملګری کړی وو!!! دا له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د طالبانو له هغې هوکړې سره په ټکر کې دی، چې په قطر کې یې د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک کړې،چې له ترهګریزو ډلو سره به اړیکې پرې کوی، اوربند به کوی او د سولې لپاره به مذاکرات پیلوی، خو هغوی په پرله پسې توګه له دغه تړونه سرغړونه کوی، هغوی د سولې او اوربند پر ځای یرغلونو او جګړو ته زور ورکړی او له ترهګرۍ یې لاس نه دی اخیستی، طالبان د دې هېڅ ځواب نلری، ځکه د هر برید لپاره یې بهرنی ترهګر او په ځانګړې توګه پاکستانی ملېشې له ځانه سره ملګرې کړی او ولسی وګړیو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولی دی!!!

موږ طالبانو ته د ناټو د خبرداری هرکلی کوو،که څه هم د هغوی استازی په قطر کې د افغان حکومت له مرکچیانو سره د سپټمبر له ۱۲مې د خبرو لپاره حاضر کړای شوی، خو دوی لا په شاوخوا یوه نیمه میاشت کې هم د مذاکراتو لپاره د کړنلارې په جوړولو نه‌دی برلاسی شوی.

د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ وایی چې د دوحې خبرې له نازک پړاوه تېرېږی، مګر د سولې لپاره یوازې همدا تر ټولو غوره فُرصت دی: ((څو راتلونکې میاشتې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې دی. په دوحه کې مذاکرات که څه هم له نازک پړاوه تېرېږی ( شکننده دی)، خو دا له څو نسلونو راهیسې د سولې لپاره یو غوره چانس دی. ټول افغانان باید له دغه تاریخی فُرصته استفاده وکړی. ناټو د سولې له پروسې ملاتړ کوی.))

افغان حکومت بیا وایی :که طالبان نرمښت ونه‌ښیی او جنګ ته دوام ورکړی افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د خپلو خلکو او هېواد د دفاع لپاره چمتو دی!

ممکن است شما دوست داشته باشید