روزنامه هیواد

طالبانو او یرغلګرو ته د غزنی رسوایی!

طالبانو د جمعې په شپه د غزنی ولایت د نیولو هوډ وکړ، هغوى د دې موخې لپاره زرګونو وسله وال طالبان او نور بهرنی ترهګر را غونډ کړی وو، خو له شرمېدلې ماتې سره مخ شول، افغان ځانګړی ځواکونه سیمې ته ورسېدل او د طالبانو دا ستر یرغل یې په شا وتمباوه، په نښته کې طالب لوری ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د هغوى ټول زور اوبه شوى دى، اوس په غزنی کې د طالب په پاتې شونو پسې تصفیوی عملیات روان دی، چې له سوړو یې را وباسی او سیمه ترې بشپړه پاکه کړی. د غزنی برید طالبانو ته په ستره بیه پرېوت، په دغه برید کې د طالبانو ډلې سلګونه کورنی او بهرنی جنګیالی وژل شوی‌ او مړی یې‌ د ښار په کوڅو او سړکونو کې پاتې دی. طالبانو د دغه برید لپاره له څو میاشتو راهیسې چمتووالى نیولى و، له نورو سیمو یې جنګیالی را غوښتی وو او بهرنی جګړه ییز مشاورین یې د برید د پلان لپاره ګمارلی‌ وو، خو مېړنیو افغان ځواکونو یې دا هر څه له خاورو سره خاورې کړل. د غزنی په برید طالبان له هغې سترې رسوایۍ سره مخ شول، چې هغوى یې هېڅ اټکل هم نه شواى کولى، طالبانو غوښتل، چې دا مرکزی ولایت ته سقوط ورکړی او د کابل _ کندهار لویه لاره پرې کړی، بل دا چې افغان حکومت او په تېره د سولې د مذاکراتو اړخ ته ښکاره کړی، چې ګنې هغوى له پیاوړى پوځی دریځه برخمن دی، چې د غزنی په څېر داسې مهم مرکزی ولایت هم نیولى او د نظام په مخ کې ستونزې را ولاړولى شی ، خو دا هر څه ناسم ثابت شول، اتلو افغان کورنیو ځواکونو وښوده، چې د طالب او اورپکو او دغه راز د ترهګرو ډلو هر راز بریدونه په شا تمبولى او له خپل نظام او ولس څخه په هر وخت کې ساتنه او دفاع کولى شی. افغان حکومت له همدې امله پر خپلو ځواکونو ویاړی او له طالب ډلې سره که سوله یا جګړه کوی، نو له پیاوړی دریځه یې کوی. خو دلته د طالبانو لوېدلى موقف بیا هم له خاورو سره خاورې شو، طالب دې یاد ساتی، چې د هغوى جګړه (( فتنه او ناروا )) بلل شوې او په جګړه یې نه شی ګټلى، دا چې افغان حکومت د اوربند پر مسئله کار کوی ،نو دا خپله طالب لورى نور هم رسوا کوی، چې سوله نه غواړی او پرې د افغانستان د هېواد د تاریخی او قسم خوړلی دښمن فشار دى، چې تپل شوې او ناروا جګړه پر افغان ولس اوږده وساتی. د غزنی برید ثابته کړه، چې طالبان بیا هم د ولس لپاره د پردۍ او ناروا جګړې له دوام او یرغلونو پرته ، بله موخه نه لری او د غزنی ماتې خوړلو طالبانو ته په ملی ، سیاسی او په پوځی ډګرونو کې ستره ماتې،ملامتیا او پړه ده، چې په پر له پسې توګه یې ګالی! طالبانو ته نه ښایېدل ،چې په داسې مهم او حساس وخت کې چې د اوربند او سولې روا غوښتنې مطرح دی ،دا برید وکړی!؟ خو طالبانو وښوده، چې هغوى د ملی حاکمیت او په تېره بیا د سولې او ملی پخلاینې په مخ کې د تاریخی او قسم خوړلی دښمن له پلان سره سم خنډونه را ولاړوی او ملی او اسلامی غوښتنې ته تمایل نه ښکاره کوی! هغوى ولس ته ښکاره کړه، چې پر غزنی یې د برید لپاره بهرنیو ترهګر هم را غونډ کړی وو او ولس ته یې سخت زیانونه واړول، طالبانو نه یوازې عامه لار بنده کړه،بلکې په غزنی کې یې د مخابراتو انتنونه او دغه راز د ولس عامه شتتمنۍ لکه دوکانونه وسوځول. دا ناوړه عملونه هم  خپله د طالب ډلې اسلامی ضد پالیسی ثابتوی دا چې له طالب سره د سولې، اوربند او پخلاینې لپاره په ملی او نړیواله کچه کار کېږی، بله مسئله ده ،چې ولس ته د قناعت وړ او د هغوى لویه غوښتنه ده، خو په دغه راز حالت کې د غزنی برید د طالب ډلې ناوړه او کرکجن موقف لا نور هم رسوا او بربنډ کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید