روزنامه هیواد

صالح د طالبانی جهل او فتنې پر ضد د ولس د درېدو ستاینه وکړه

د افغانستان په ځینو سیمو کې د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو په تودېدو سره د ولسمشر غنی لومړی مرستیال د طالبانو پر ضد مقاومت کوونکی ستایی او د سترګو تور یې بولی.

د ولسمشر غنی لومړی مرستیال امرالله صالح پر فېسبوک پاڼه لیکلی: (( هر څوک په هر قوت، مهارت، وسیله او له هرې نښې د طالبانی ناپوهۍ او فتنې پر ضد مقاومت کوی زموږ د سترګو تور دى. لطفاً کاږه فکر ونه کړئ. د تجاوز لاندې د هرې څنډې پر وړاندې ولاړ یم، اړیکه کې یم او لاسرسى ورته لرم. په سیمه کې په میړانه په دې پوهېږو.))ښاغلى صالح په داسې حال کې وسله والو طالبانو پر ضد مقاومت کوونکی ستایی او ترې ملاتړ کوی چې له څو ورځو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون په اکثرو ولایتونو کې د افغان امنیتی ځواکونو په ملاتړ میلیونونو افغانانو د الله اکبر په نعرو سره له دغو ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید