روزنامه هیواد

صالح: اسلام آباد په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ۱۱ غوښتنې لری

د ملی امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وایی: پاکستان په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره یو ځل د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو په ګډون ۱۱ وړاندیزونه کړی وو.ښاغلی صالح د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د امن په تړاو یوه دوه ورځنی جوړ شوی کنفرانس ته په وینا کې دا ادعاوې کړی.په دغه کنفرانس کې د عوامی نشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولی خان په ګډون یو شمېر وتلو پاکستانی سیاستوالو هم برخه درلوده.په دې کنفرانس کې خبرې تر ډېره په افغانستان او پاکستان او په تېره بیا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ناامنیو پر دلایلو څرخېدې. په پام کې ده د غونډې ګډونوال په افغانستان کې د امنیت په اړه خپل وړاندیزونه له ولسمشر غنی سره شریکې کړی.ښاغلی صالح په خپلو خبرو کې ګاونډی هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان په روانه جګړه کې په لاس لرلو ملامت کړ.دی وایی ،چې په ۲۰۱۱ م کال په مې میاشت کې ،چې د القاعده مشر اسامه بن لادن ووژل شو، نو اسلام آباد په افغانستان کې د جګړې ختمېدو لپاره د اسلام آباد ۱۱ وړاندیزونه له کابل سره شریک کړل.(( پاکستانی چارواکو وویل: که کابل دغه شرطونه ومنی اسلام آباد حاضر دی، چې په دغه هېواد کې د تل لپاره جګړه پای ته ورسوی.))د پولې په توګه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو اعلامول، په کندهار، هرات او جلال آباد کې د هند کنسولګریو تړل، له پولې پورې غاړې پښتنو ملتپالو سیاستوالو سره د اړیکو ختمول، پاکستان ته د روزنې لپاره د افغانستان د امنیتی ځواکونو د درېیمې استول، له شرط پرته مرکزی آسیا ته د سوداګرۍ لپاره پاکستان ته لاره ورکول هغه هم داسې ،چې افغانستان له پاکستانه هند ته د سوداګرۍ لپاره لاره ونه غواړی دغه د اسلام آباد مهمې غوښتنې وې.(( بل شرط یې دا و ، چې افغان حکومت به له غرب سره خپل ټول ستراتیژیک او امنیتی تړونونه لغوه کوی او پر ځای به یې له پاکستان او چین سره تړونونه کوی. د افغانستان د طبیعی زېرمو او کانونو د استخراج قرادادونه به یوازې پاکستان او چین ته ورکول کېږی.))ښاغلی صالح وویل: دا غوښتنې کابل ته د تسلیمۍ په معنا وې او که نن یې هم ومنی افغانستان ته سوله راتلى شی. کابل په وار، وار ویلی، چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول حیاتی دی.افغانستان تل پاکستان د طالبانو په ملاتړ ملامت کړی، هغه ډله له نږدې دوو لسیزو راهیسې د افغانستان له حکومت سره په جګړه ده، خو پاکستانی چارواکو د طالبانو د ملاتړ په تړاو د افغان حکومت ادعاوې تل رد کړې. ددغه کنفرانس پاکستانی ګډونوال او د پښتون تحفظ مومنټ یا پی ټی ایم یوه غړی نظیف اشنغر وویل: د افغانستان خلک باید په دې حساس وخت کې په احتیاط ګام پورته کړی.ښاغلی اشنغر وویل: (( دا وخت پنځوس زره روزل شوی کسان د افغانستان د امن د خرابولو لپاره دلته راځی. د کوېټی چوڼۍ (پوځی مرکز) نه، د پېښور له چوڼۍ نه، د راولپنډۍ له چوڼۍ نه، له جی ایچ کیو نه دوی راځی، ستا وطن او ستا زېرمې نیسی.))د کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د جګړې پر کورنیو او بهرنیوعواملو خبرې وکړې او له طالبانو یې وغوښتل ،چې له افغان دولت سره خبرو ته کېنی. د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمی په خپلو خبرو په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د ولسونو پر ونډې ټینګار وکړ.د افغانستان د امنیت او سولې لپاره داسې مهال په کابل کې غونډه جوړېږی، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د دولت او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی.د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته، افغان حکومت هم د سولې په تړاو خپل ټول فعالیتونه ودرول او اعلام یې وکړ، چې له طالبانو سره د سولې په اړه به راتلونکی حکومت پرېکړه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید