روزنامه هیواد

شېرپاو: اسلام آباد دې له کابل سره خپلې اړیکې ورغوی

د کوزې پښتونخوا د ملی وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو د پاکستان له حکومته غوښتی چې له افغانستان سره خپلې اړىکې ژر تر ژره بېرته ورغوی.د وطن ګوند لخوا په خپره شوې اعلامىه کې راغلی، افتاب شىرپاو دا غوښتنه د اکاخېلو د قومی شورا له مشرانو حاجی نورشېر اکاخېل او لال ګل اکاخېل سره په لىدنه کې کړې دی.په دې لىدنه کې په پېښور، سوات، کوېټه، ژوب، لاهور او کراچۍ کې د اکاخېلو قوم مشرانو هم ګډون کړى و چې په کې له اسلام اباده غوښتل شوی، د پاکستان امن د کابل په امن پورې تړلى دى.ښاغلی شېرپاو په دې لىدنه کې ټىنګار کړى چې له افغانستان سره اړىکې دې بېرته په هر شکل چې وی، ورغول شی او د ډىورنډ پر کرښه د اوښتې جنګی مرګژوبلې له قربانی کورنىو سره دې مرستې وشی: (( موږ تل په افغانستان کې د امن غوښتنه کړې، اوپه دې برخه کې هرې مرستې ته هم چمتو ىوو، که پاکستان د کابل له دښمنۍ لاس وانخىست، له کابله به هم د اور لمبې د پاکستان لمنه سېځی.))ښاغلی شېرپاو د پاکستان پر حکومت غږ کړى چې له طالبانو سره دې د امرىکا مذاکرات بىا پیل کړی، ځکه چې د شېرپاو په وىنا له سولې پرته بلهلاره نشته.

ممکن است شما دوست داشته باشید