روزنامه هیواد

شنکر: هند له افغانستان سره په سوله کې اړېکې ښه پاللی شی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د هند له بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره تلېفونی خبرې کړې دی.دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او  په دې برخه کې په لاسته راوړنو خبرې کړې دی.د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوی او  په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوی. شنکر وویل: له افغانستان سره تاریخی اړېکې لری او دغه اړېکې په سوله او ثبات کې لا ښې پالل کېدلی او پراخېدلی شی.خلیلزاد هم د خبرو په جریان کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند همکاری او ملاتړ وستایه او مننه یې ترې کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید