روزنامه هیواد

شاه امان الله خان زړور، د ښکېلاک ضد او آزادۍ غوښتونکى شخص و

د ۱۳۹۸ کال د زمری ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلام ورځ ده. له نن څخه پوره ۱۰۰ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلام نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود، بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و. دا اعلام د انګرېزانو په اسیایی مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه.۱۰۰کاله مخکې، امان الله خان د زمری پر ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته پر دې ورځ د هېواد آزادی ونمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې له  دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملی ورځې په توګه نمانځی.امان الله خان د امیر حبیب الله خان دویم زوی و. نوموړی یو زړور، د ښکېلاک ضد او آزادی غوښتونکی سرتېری و. له تاریخ او حماسی ادبیاتو سره یې ډېره مینه وه.هغه د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۰مه، د خپل پلار امیر حبیب الله خان د وژل کېدو غم کې د خپل تره نصرالله خان د امارت له اعلامېدو سره مخالفت وښود او هوډ یې وکړ چې د خپل پلار غچ به اخلی او خپلواکی به بېرته ترلاسه کوی. افغان تاریخ پوه میر غلام محمد غبار په خپل اثر (( افغانستان در مسیر تاریخ ))کې لیکی:

(( د فبرورۍ پر ۲۴مه، د کابل خلک او د پلازمېنې لښکر د مرادخانی په میدان کې راغونډ شوی وو. امیر امان الله خان پر آس سپور په داسې حال کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت، چې توره یې پر ډډې راځړېدله. همدلته یې مشهوره او تاریخی وینا وکړه. هغه د افغانستان بهرنۍ خپلواکی او په هېواد کې د ننه د فردی آزدۍ اعلام وکړ. د برابرۍ، د ولس د آزادۍ، عدالت تامینولو او د نوی دولت د ریښتینولۍ په اړه یې خبرې وکړې. د خلکو له ګڼې ګوڼې د خوښیو او مبارکیو شور او زوږ راپورته شو.)) تاریخ پوه فیض محمد کاتب په خپل اثر سراج التواریخ کې لیکی چې امان الله خان د ۱۲۹۷ کال د کب پر نهمه (۱۹۱۹ فبرورۍ ۲۸مه) په داسې حال کې چې پوځی جامې یې اغوستې وې، د کابل عسکرو او ښاریانو ته وینا وکړه: (( لومړی خپل ټول اصیل ریښتونی ملت ته اعلام کوم او زېری ورکوم چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت په نوم پر سر کړ.)) نوموړی زیاته کړه: (( زما ګران ولسه! زه دا پوځی جامې تر هغو نه باسم چې خپل مور وطن ته د خپلواکۍ جامې چمتو نه کړم !)) شاه امان الله د ۱۹۱۹ د اپرېل پر ۱۳مه، د کابل دربار کې په داسې حال کې وینا وکړه، چې د انګلیس سفیر هم په مراسمو کې حاضر و. ډبلیو اډک په خپل کتاب ((د افغانستان د سیاسی اړیکو تاریخ )) کې د دې وینا یوه برخه داسې راخیستې: (( ما خپل ځان او خپل مملکت له کورنی او بهرنی پلوه بشپړ آزاد او خپلواک اعلام کړ. تر دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان آزاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږی چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړی، او که چا دا کار وکړ، غاړه به یې په دې توره ووهم.)) بیا یې د انګلیسانو سفیر ته مخ ورواړاوه او ویې پوښتل: ((څه مې چې وویل پرې پوه شوې؟)) د انګلیسانو سفیر په احترام او تعظیم ځواب ورکړ: ((هو، پوه شوم.)) شاه امان الله د افغانستان د سیاسی خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، په ټول هېواد کې د معارف او ښوونځیو په عامولو سره د خلکو پام ترلاسه کړ. هغه له پلازمېنې نیولې تر ولایتونو پورې د ښوونځیو او عصری علومو د تدریس د بنسټ په اېښودو سره د هېواد په لروبر کې د علم او پوهې څراغ بل وساته. نوموړی د هېواد د ټولو بچیانو لپاره د علم او پوهې حاصلولو په خاطر ښوونځی ته د تګ زمینه برابره کړه. د ښځو د زده کړې او تحصیل د خوندیتوب په موخه یې دوی ته ځانګړی پام وکړ او ښځینه ښوونځی او ښځینه روغتون ((مستورات)) یې جوړ کړ.پر دې روغتون سربېره، ملکې ثریا د مستورات په نوم ښوونځی هم د کابل د ځینو ښځو په همکارۍ جوړ کړ،چې اوس د ملالۍ لېسې په نامه یادېږی. همدا رنګه ښځې او سړی دواړه علم او پوهې ته وهڅول شول. شاه امان الله د پرمختګ په موخه په هېواد کې ځینې ټولنیز بدلونونه راوستل، چې د ملی یووالی د بنسټ اېښودل یې په سر کې وو. همدارنګه، د افغانستان اساسی قانون یا ((اساسی نظامنامه)) یې طرح او تصویب کړه. دا اساسی قانون په ۱۳۰۱ هجری لمریز کال جلال آباد کې د ۸۷۲ کسیزې لویې جرګې پایله کې، چې مشری یې خپله امان الله خان کوله، تصویب شو او لومړی ځل افغانستان په خپل څو زره کلن تاریخ کې د لوړو انسانی حقونو پربنسټ د اساسی قانون څښتن شو. د عامو حقونو فصل کې د برابرۍ، اصولو، شخصی آزادۍ، د اسارت او غلامۍ لغوه کولو، د مطبوعاتو او آزادۍ او د شخصی ملکیت حق ته انعکاس ورکړل شوی و. همدارنګه، د استوګنې مصئونیت او د شتمنۍ د مصادره کولو منع کېدو، د بېګار، ربړونې او د ناقانونه مجازاتو لغوه کولو ته هم ځانګړی پام شوی و. د هماغه اساسی قانون ۱۱مه ماده حکم کوی چې: (( په افغانستان کې د اسارت او غلامۍ اصول بالکل درول شوی.)) د ډنمارکی څېړونکی اسټا اولسن په وینا: (( په اساسی قانون کې د افغانستان خلکو ته د هماغو حقونو وړاندوینه شوې وه، چې په لېبرالو لوېدیځو قوانینو کې موجوده وه. اساسی قانون په افغان ټولنه کې انقلابی و، نه یوازې د دې لپاره چې د وګړو پر مدنی حقونو اعتراف وکړی او د دولت سیستم منظم او د کابینې اصلی مسوولیت مشخصوی، بلکې همداشان په دې خاطر چې د پاچا واک محدود او د قانون تابع ګرځوی. تاریخ لیکونکی غبار ګواهی ورکوی، چې د دغو قانونی موادو روح دا و چې په عمل کې پلې کېدل او له دروغو ، ریا او فریبکارۍ پاک وو. (( د امامیه مذهب د پیروانو یه تکیه ځایونو کې مذهبی مراسم عملاً آزاد شول. د کندهار، غزنی او جلال آباد د مشورو غونډو او د کابل د معارف انجمن کې د افغانستان له هندوانو یو یو انتخابی استازی شامل او د ادارې په چارو کې یې ونډه واخیسته. د هندوانو د جزیې پاتې برخه لرې شوه او د هندوانو بچیان یه ملکی، نظامی او اردو د افسرۍ ښوونځیو کې ومنل شول. نور د توکم، ژبې، مذهب او قبیلې له پلوه تبعیض او تفریق له منځه ولاړ، د محمدزیو د قبیلې د نسب او د خانانو تنخوا او د روحانیونو امتیازات لغوه شول او ولس په حقونو کې له یو بل سره مساوی شو.

اعظم سیستانی-فرانسه

ممکن است شما دوست داشته باشید