روزنامه هیواد

شاهد افریدی په افغانستان کې د پنځوس بستریز روغتون د جوړولو ژمنه وکړه

د کرېکټ په نړۍ کې مشهور او نامتو لوبغاړی شاهد افریدی چې مشهور په ((بوم بوم)) دی، په افغانستان کې د خپل خیریه کارونو د پراخولو لپاره د پنځوس بستریز روغتون جوړولو ژمنه وکړه. تېره جمعه افغانستان ملی لوبډلې لوبغاړی کریم صادق او محمد شهزاد له شاهد افریدی سره غونډه درلوده، کریم صادق له شاهد افریدی سره د خپل خیریه بنسټ په اړه خبرې اترې وکړې. په پای کې شاهد افریدی هم ومنله چې په افغانستان کې به هم خپلو خیریه کارونو ته دوام ورکړی او ددې لپاره به په دغه هېواد کې د پنځوس بستریز روغتون جوړ کړی.شاهد افریدى اوسمهال په عربی اماراتو کې د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې لوبېدو لپاره له خپلې لوبډلې سره یو ځای شوی او تمرینات یې هم ترسره کړل، چې اوس به د پکتیا پینترز لوبډلې له خوا د محمد شهزاد تر مشرۍ لاندې لوبېږی. بوم بوم افریدی د افغانستان لوبډلې لپاره یاد لیګ ګټور وباله او زیاته یې کړه چې دغه لیګ به د نویو لوبغاړو په روزنه کې مهم رول ولری، نوموړی له افغان مینوالو غوښتی چې د یاد لیګ د لا کامیابولو لپاره لوبغالی ته ورشی.په شپږیزو مشهور لوبغاړى افریدی د کریم صادق سره او محمد شهزاد سره په لیدنه کې د روغتون جوړولو سربېره د اوبو څاګانو کېندلو او د افغانستان غوره لیګ ټول ډیلی الاونس نغدی مرسته هم وکړی او د کریم صادق خیریه بنسټ لپاره د مرستې راغونډولو په پار سیالۍ کې به هم ګډون وکړی.د نړۍ مشهور لوبغاړى له استعفا ورکولو نه وروسته د خیریه کارونو ته مخه کوی، چې د افغانستان له خوا کریم صادق چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د غریبو، اړمنو، کونډو، یتیمانو او بېوزلو سره د مرستې لپاره خیریه بنسټ پرانیستی، همدا ډول راشد خان هم په خپل نامه د بې وزلو او اړمنو کسانو لپاره د تعلیمی او اقتصادی مرستې لپاره خیریه بنسټ پرانیست. څه موده وړاندې د پاکستان ټیسټ لوبې مشر مصباح الحق هم په خپل هېواد کې د کوچنیانو لپاره د زړه ناروغیو لپاره د روغتون جوړولو ژمنه کړې وه، ویل کېږی ،چې ددغه روغتون د جوړېدو چارې پیل شوی.شاهد افریدی چې د نړۍ یو له سترو لوبغاړو څخه دى، له هر ډوله نړیوالو لوبو څخه استعفا ورکړې خو اوس هم د نړۍ په سترو لیګونو کې لوبېږی، نوموړى په افغانستان غوره لیګ کې د پکتیا لوبډلې د ایکن لوبغاړی په حیث نیولی، افریدی په پاکستان کې د (( هوپ ناټ اوټ)) په نامه ستر خیریه بنسټ لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید