روزنامه هیواد

سېلاوونو دغور په پساوند ولسوالۍ کې خلکوته زیانونه اړولی

د غور د پساوند ولسوالۍ اوسېدونکى اکبر براتی وایی چې کورونه، رمې او کروندې یې سېلاب وړی دی.ده آزادۍ راډیو ته له غور ولایت څخه تلېفون کړی ، څو حکومت له وضعیته خبر کړی. اکبر براتی وویل: (( سېلاب دلته ډېر تاوان رسولی دی، د ملا اصغر په نامه د سړی کور سېلاب وړى، اصلاً نه ده معلومه چې څوک به یې ژوندی هم پاتې وی، دلته څاروی، مځکې او کورونه له منځه ولاړل، لطفاً حکومت خبر کړئ)) په افغانستان کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتووالی وزارت ویلی چې دوی خبر دی.د دې وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس وایی، چې په یوشمېر مرکزی او لوېدیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۱ کسان مړه شوی.​سیاس زیاتوی:(( له غور، هرات او غزنی را رسېدلی راپورونه وایی، چې ۲۱ کسان مړه شوی، په هرات کې نهه کسه ورک بلل شوی وو، اووه یې پېدا شول، متاسفانه درې کوچنیان هم مړه شوی دی.))ده وویل ،چې سېلابونو نږدې ۲۲۱ کورونه په بشپړ ډول یا قسماً تخریب کړی دی.د سیاس پر وینا، په ډېرو ولایتونو کې خامې او نیمه پخې لارې، کرنیزې مځکې، د اوبو کانالونه او ځای ځای کارېزونه ویجاړ شوی د.د طبیعی پېښو پد وړاندې د چمتووالی وزارت مرستیال څرګنده کړه ، چې سېلاب ځپلو سیمو ته یې خوراکی او غیر خوراکی مواد استولی دی.په یو شمېر سېلاب ځپلو ولایتونو کې له خلکو سره د مرستې لپاره سروې هم پیل شوې دی.خو په اکثرو ولایتونو کې سېلابونو خامې لارې وړې دی.د بېلګې په ډول، د غور والی غلام ناصر خاضع وایی:(( د خلکو زراعت ته سخت ضرر رسېدلى، کروندې، سربندونه، ویالې او لارې ویجاړې شوی چې حساب نه شی کېدلی، دا ملی او نړیوالو ادارو ته ښایی چې د داسې خطرناک سېلاب له امله متضررو شویو خلکو ته مرسته ورکړی.))خاضع وویل، چې دوی له ټولو متاثرو شویو خلکو سره د مرستې توان هم نه لری.د غور والی وویل، چې ښایی د تلفاتو او رسېدلی زیان ارقام بدل شی، ځکه له ټولو سیمو بشپړ حال نه دى ور رسېدلى.له هرات او غزنی هم ورته رپوټونه خپاره شوی دی.د ملګرو ملتونو سازمان د مې په یووېشتمه په افغانستان کې د خلکو د بشری وضعیت په اړه رپوټ خپور کړ.په رپوټ کې ویل شوی وو، چې لږترلږه شپږ اعشاریه درې میلیونه افغانان د وچکالۍ له امله بېړنیو مرستو ته اړ وو.پرله پسې بارانونه او سېلابونه یوه بله ستونزه ده چې ډېر افغانان یې بې کوره کړی دی.د ملګرو ملتونو په وینا، دوه لکه او نوی زره افغانان د سېلابونو له امله بې کوره شوی دی.دې سازمان ویلی چې په وچکالۍ پسې شدیدو بارانونو او سېلابونو نور څلور لکه افغانان له بد وضعیت سره مخامخ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید