روزنامه هیواد

سیمه ییز اختلافات او حل لارې

تفرقه واچوه او حکومت وکړه، فیل هم په مړۍ مړۍ کولو تر ستونی تېرولای شې. دا د ښکېلاک ډېر پخوانی شعارونه او تګلارې دی.د جغرافیوی تسلط او کنترول پر سر اختلافونه یو وخت د اروپایی هېوادونو حساسه موضوع وه او اروپا یې پېړۍ پېړۍ په جګړه کې ښکېله کړې وه.له دویمې نړیوالې جګړې وروسته او د تولید په پراختیا سره اروپایانو ته د خپل منځی اختلافونو د لرې کولو او  د ګډ بازار د جوړولو او ګډو تشکیلاتو فکر پیدا شو. همدا وو، چې اروپا ګډ بازار، ګډ پارلمان او ګډې ټولنې رامنځته شوې او په دې سره نور جغرافیوی تسلط خپل ارزښت له لاسه ورکړ.پر جغرافیې د تسلط پر سر اختلاف او کړکېچ اوس هم په آسیایی هېوادونو کې دود دی او علتونه یې هم دوه دی. یو د ښکېلاک د تفرق تګلار او بل وروسته پاتې والى.افغانستان هم د تاریخ په اوږدو کې کله نا کله له خپلو ګاونډیانو سره د یوشمېر سیمو د کنترول او واک پر سر اختلافونه او جګړې درلودې؛ خو دغه اختلافونه د نولسمې او شلمې پېړیو په لړ کې له یوشمېر ګاونډیانو سره د پولو په ټاکلو سره راکم کړای شول، خو له پاکستان سره اوس هم دغه اختلاف په خپل ځای پاتې دی.

انګرېزانو د اتلسمې پېړۍ په نیمایی کې د هند د نیولو دوکتورین په لاره واچول، لومړی یې هغه لویه وچه په قومی او مذهبی جګړو اخته او وروسته یې اشغال کړه. هغه مهال افغانانو هند د خپل سنتی تسلط برخه ګڼله. انګرېزان وېرېدل او په دې پوهېدل چې هند له منزوی کېدو پرته نیول او ساتل کېدای نه شی، نو همدا وو چې پېښور او د هند لویدیزې سیمې یې سکانو ته وسپارلې او پښتونستان یې هم له افغانستانه جلا او د هند په ادارې پورې وتاړه.

همدا راز یې د افغانستان د واکمنو او درباریانو ترمنځ اختلاف، تربګنیو او جګړو ته لمن ووهله او په دې توګه انګرېزانو پر هند د افغانستان د مرستې لار وتړله او تر ۲۰۰ کلونو یې پر هغه هېواد په ارامه زړه حکومت وکړ.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته انګرېزان کمزوری شول او نور یې نه شوای کولای د هند د خپلواکۍ غوښتونکو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړی، نو همدا وو، چې هند ته د خپلواکۍ ورکولو په تکل کې شول؛ خو په عین حال کې انګرېزانو نه غوښتل چې یو غښتلى هند ترشا پرېږدی او دغه هېواد دې بیا د مسلمانانو او افغانانو تر سنتی واکمنۍ لاندې راشی. دلته یې د یوه عایق په توګه د پاکستان، کشمیر او پښتونستان مسئله راپورته او د تل لپاره یې په سیمه کې د نفاق او تربګنۍ زړی وکاره او د یو غښتلی هند او افغانستان د جوړېدو مخنیوی یې پرې وکړ.

له دې وروسته دا دری هېوادونه په تربګنۍ او اختلاف اخته دی، یو پر بل جغرافیوی ادعاګانې لری او په دې منځ کې تراوسه د پښتونستانیانو او کشمیریانو برخلیک ورک دی.

دغه کشمکش تر ډېره د سیمې د پراختیا مخه نیولې او په سیمه کې د نیابتی جګړو او د زبرځواکونو د راتلو او سیالۍ سبب شوی هم دی. دغه کشمکش په سیمه کې له پرمختګ او پراختیا پرته له منځه تلای نه شی. په سیمه کې پرمختګ د دې سبب کېږی چې د سیمې ټول قومونه او هېوادونه پر ځان بسیا، مجبوریتونه یې لرې او ترمنځ یې مراوده او راکړه ورکړه زیاته شی.

دا مهال د سیمې ټول هېوادونه او یا د لویې اریانا هېوادونه د پرمختګ او پراختیا په حال کې دی، اوموتولیدی او انرژیکی توکو او خپل منځی مارکېټ او راکړې ورکړې ته شدیده اړتیا لری. دوی دې هدف ته د رسېدو لپاره اړ دی چې په خپلو هېوادونو کې کورنی سیاست اصلاح کړی او باغی سیمو او قومونو ته په خپلواکۍ او امتیاز قایل شی.پښتونستان او کشمیر ته یې  باید آزادی ورکړه او ورسره جوخت په سیمه کې لکه د اروپا ټولنه د ګډو تشکیلاتو مسئله هم رامنځته شی.

دغه ګډ تشکیلات کېدای شی ګډ سیاسی، اقتصادی او ټولنیز تشکیلات لکه پارلمان، دفاغی تشکیلات، ګډې اقتصادی پروژې، ګډ مارکېټونه او ګډ بازار، ګډې مدنی ټولنې، ګډ پوځی تشکیلات، ګډ کاری فرصتونه او نور اوسی.

په دغو ګډو تشکیلاتو سره کېدای شی د اسیا هېوادونه چې افغانستان یې په زړه کې او نور لکه هند، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ترکیه، آذربایجان او نور یې په حاشیه کې راځی، د نړۍ پر یو زبرځواک بدل او د نړۍ لومړی درجه بازار رامنځته کړی.

لکه څنګه چې د دې سیمې ټول هېوادونه مسلمان مېشته دی نو ورسره کېدای شی اسلامی تمدن بیا وغوړېږی.

په دغې سیمه کې د هند، پاکستان او افغانستان اختلافونو لویه ستونزه رامنځته کړې او د سیمې د پراختیا مخه یې هم ډب کړې. دغو اختلافونو ته نړیوال زبرځواکونه هم لمن وهی او غواړی چې د چین او روسیې د نفوذ او پراختیا مخه پرې ونیسی.

چین د تبت پر سر له هند سره ستونزه لری او هند بیا له پاکستان سره د کشمیر پر سر ستونزه لری، افغانستان بیا د پښتونستان پر سر له پاکستان سره ستونزه لری. پاکستان او چین د هند په وړاندې او افغانستان او هند بیا د پاکستان پر وړاندې ولاړ دی. دا د کشمکش مثلثونه پرته له دې بله د حل لار نه لری چې لاندې شویو سیمو ته آزادی ورکړل شی او دا کار هغه وخت کېدونکی دی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ باور او پرمختګ رامنځته شی.

سیمه دا مهال بن بست ته داخل شوې او تر هغه چې د سیمې د پرمختګ او پراختیا په لار ه کې نوی قدم پورته نه شی، نو دغه بن بست ماتېدونکی نه دی.

نوى قدم به دا وی چې د سیمې د براختیا لپاره له سیمه ییزو اقتصادی، سیاسی، پوځی او نورو امکاناتو ګټه واخلو او د سیمې هېوادونو ترمنځ د کشمکش او اختلاف ځای د همکارۍ، برابرۍ او د مساعدت سیاست او تګلار ونیسی.

افغانستان، ایران او پاکستان په دې منځ کې تر نورو ښه چانس لری، ځکه د پښتنو او پنجابیانو ترمنځ به د پښتونستان مسئله پای ومومی، د تقابل سیاست به د همکارۍ پر سیاست بدل شی او پاکستان او افغانستان به د یو ستراتیژیک عمق پرځای دوه عمقه ولری او افغانستان کولای شی د کشمیر مسئله هم په سوله ییزه بڼه هواره کړی او پاکستان به هم د هند پرمخ خپلې تړلې دروازې پرانیزی.ایران به هم له چین او جاپان سره وتړل شی او په دې توګه روسیه او چین به هم له لنډې لارې د هند سمندر ته لار پیدا کړی.همدا راز دغه هېوادونه به د ترکیې او روسیې له لارې له اروپا سره وتړل او په دې توګه د نړۍ نوی ستراتیژیک او ځواکیز انډول به ورسره رامنځته او د نړۍ امنیت به هم وړسره ډاډمن او پیاوړی شی.

افغانستان به بیا هم په دې منځ کې د زړه رول ولری او د دې مشترکې ادارې او تمدن کوربه او مبتکر به وی.

له دې کاره پرته د دې سیمې د یووالی، بشپړې خپلواکۍ او پرمختګ لپاره بله لار نشته او لکه څنګه چې د ختیځ فیلسوف علامه اقبال لاهوری ویلی دی:

اسیا یک خطه یی آب و ګل است

ملت افغان در آن پیکر دل است

از ګشاد او ګشاد آسیا

از فساد او فساد آسیا

سوله محمدی

ممکن است شما دوست داشته باشید