روزنامه هیواد

سید جمال الدین افغان د مسلمانانو ترمنځ بې اتفاقی او له علم څخه بې خبرې لویه بدمرغی ګڼله

سیدجمال الدین افغان هند او نورو اسلامی هېوادونو ته سفرونه وکړل چې له استعمار څخه خلاصون ومومی .دافغانستان دعلومو اکادمۍ دفلسفې انستیتیوت غړی ښاغلی سلطانی منگل زموږ د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې دسید جمال الدین افغان سفرهند ته څنګه و؟داسې وویل:  سید د هند مختلفو سیمو  لکه کلکتې ، بمبیی، حیدر آباد او د هند نورو سیمو ته سفرونه وکړل او د هند له مسلمانانو ، هندوانو ،سیاستوالو ، پوهانو ، علماوو ، مشرانو او ځوانانو سره یې غونډې میتینګونه ، خطبې ،مناظرې، مناقشی، لکچرونه  او د منبرونو له لارې یې د هند  له بېلا بېلو طبقو او قشرونو سره لیدنی او کتنی وکړې، تر څو د هند له روانی، سیاسی ،  اقتصادی ، فرهنګی  او نظامی وضعی څخه ځان خبر کړی.    سید جمال الدین افغان د ختیځ داسلامی هیوادونو په ځانګړی ډول د افغانستان او هندوستان اقتصادی ، سیاسی او فرهنګی وروسته پاتی والی تل رنځاوه. دى د اقتصادی وروسته پاتیوالی په اړه وایې «هغه هیوادونه چې له موږ څځه وروسته پاتی وو، کوم ځاى ته ورسیدل ،دا چې زموږ پر وړاندې کومې موانع او خنډونه دی ، هغه تنبلی ، ناپوهی او بې احساسی ده ، که چېرې دغه خنډونه او موانع له منځه یووړل شی ، نو ستاسو پر وړاندې به  د بریالیتوب دروازې خلاصې شی.»

ده زیاته کړه  د سید د اقتصادې پرمختګ وړاندوینه  په ډاګه څرګندیږی چې دى شرقی انسان ته په دریو برخو کې درس او لارښوونه کوی او دوی ته د ویښتیا او بیداری درس ورکوی ، چې (لټی) پر ځاى حرکت ، د نا پوهۍ پر ځاى پوهه او د بې احساسی پر ځای مسئولیت ور په ګوته کوی.

سید جمال الدین افغانی د هیواد د وروسته پاتېوالی  علتونه په لاندې ډول ښودلی دې : ۱- د بهرنی استعمار او کورنی استبداد نفوذ، ۲- د هیواد په دننه کې بی اتفاقی او مذهبی اختلافونه  ۳- له علم او تمدن څخه نا خبرې.
که چیری یاد شوې عوامل له منځه ولاړ شی ، نو ټولنه به خپل د پرمختگ لوری تعقیب کړی .

ددی لپاره چې اسلامی نړۍ له وروسته پاتیوالی او انحطاط څخه وژعورل شی او پخوانی تمدن او برم بیا له سره را ژوندی شی ، نو باید دا څلور عناصره شتون ولری : ۱- ایدیا لوژیکه سطحه ، ۲- اقتصادی سطحه ، ۳- سیاسی سطحه ، ۴- نظری سطحه .

دایدیالوژیکی سطحى په اړه باید داسې ووایم ، چې دلته څلور عناصره باید له نظره تېر کړم :

اول : دروغ: د دروغو په اړه سید د ختیځ ټولو مسلمانانو ، روحانیونو، علماوو او پوهانو ته خطاب کوی ، چی تاسې باید د ټولنی د اصلاح او پرمختګ لپاره د همت ملا وتړِِئ ، چې د دروغو او نورو منفی خرافاتو په مقابل کې د  اسلامی قوانینو ، نصوصو او شریعت له نظره جدی مبارزه وکړی ، او ریښتنی اسلام بیا له سره ژوندى کړئ .

دویم: مثبت تعصب: د سید له نظره اکثریت خلک د اسلامی ټولنی د جوړولو لپاره د مثبت تعصب طرفداری کوی، دوى له دې تعصب څخه د هیواد په آزادولو او خپلواکولوکې ګټه پورته کوی.

دریم : پر قرآن باور: سید وائی چې موږ باید پر قرآن باور ولرو او مسلمانان  باید قرآن د ټولنیز ژوند سر مشق او نمونه وګرځوې ځکه قرآن د خدای ( ج ) آسمانی کتاب دى او د انسانانو د لار ښوونی لپاره راغلى دى .

څلورم: ظلم: سید وائې چې د اسلام دین لوى شعار دا دى  مه  خپله ظلم کوئ  نه د بل تر ظلم لاندې ژوند کوئ سید د مصر بزګرو ته داسې  خطاب کوی : «اې مصر بد بخته بزګره !

ته چې د ځمکی زړه څیری خپل مصرف او د عیال مصرف ترې پوره کوی، نو ولې د ظالم زړه نه څیرې کوې او ولې د هغو کسانو زړونه نه څیروی چې ستا په حق کې ظلم کوی.    ده ددې پوښتنې په ځواب کې چې سید جمال الدین افغانی د اقتصادی سطحى په اړه دری نکتی په نظر کې نیسی ویلی دی ؟ څرگنده کړه: سید په عمومی پرتلیزه او څیړنیزه توګه وایی، چې تاسو وګورئ په لومړی متر کې اسلام او مسلمانانو څه درلودل؟ آیا کافی لښکرې یې درلودې، آیا خواړه  معدنی منابع او حاصلخیزی ځمکې یې په اختیار کې وی؟ نه ! بلکې زه پوهېږم ، چې  له خپلو کورونو څخه حبشې او مدینی ته ولاړ ل،خو په قوی ایمان او صحیح عقیدې سره یې د یو اسلامی تمدن بڼسټ کېښود ، خو نن ورځ د نړۍ مسلمانان ډیر څه لری ، ډیری حاصلخیزی ځمکې او ښی معدنی سر چینې په خپل اختیار کې لری، خو بد بختانه خارجی استعمار ګران د دوى شتمنی لوټوی ، معادن او نور ډېر ثروتونه یې پردې تیری کوونکی په غنیمت وړی.

سید جمال الدین افغانی له نویو فنی ابزارو څخه ګټه اخیستنه له اسلامی ګټو سره سم روا کار بولې ، خو په دې شرط چې اسلام او اسلامی اصولو ته تاوان ونه رسوی .

سید نوى تخنیک غواړی او د نوې ایدیالوژۍ چې د غرب له خوا په خپرېدو وه په وړاندې یې عکس العمل ښوده .

آزار اندیشی : د فکر آزادی یعنی له ټولنی څخه د ظلم ورکوال ، هغه ظلم چې ور څخه په ټولنه کې فساد رامنځته کیږی. د تاریخی واقعیت له مخی هغه ټولنه چې پر ظلم ولاړه وی، د هغی عمر به لنډ وی ، ځکه چې دولت په عدل ولاړ وی.

سربېره پردې  سید جمال الدین افغانی ډیر سخت د قانون طرفدار او پیرو و ده غوښتل د ټولنیز ژوند په برخو  لکه اقتصادی ، سیاسی  او فرهنګی برخوکې بدلون راوستل شی

دینی علما د ټولنی په اصلاح او حاکمیت کې ډېر اساسی او ژوندى رول لری او په دى اړه وایی : « دینی علما د پخوانیو اسلامی خلفاى راشدینو به بیا را ژوندی کېدو غټ رول لوبوی»۵: ۲۱

ښاغلی منگل ددې پوښتنې په ځواب کې چې سیدجمال الدین افغانی د نظری سطحې په اړه دڅه اند غوښتونکى و؟

داسې وویل:

– د یو او بل غوښتنه :

–  د علم زده کړه

ده د ختیځ ولسونه  د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره د پخوانی انګلیس د استعمار او کورنی استبداد د له منځه وړلو لپاره خپلو سیاسی مبارزو ته را دعوت کړل او په دی اړه یې د ختیځ ولسونو را ویښولو او بیدارۍ لپاره نه ستړی کېدونکې مبارزې وکړې. سید جمال الدین افغان د اسلام د مقدس دین ریښینی څېره خلکو ته و ښوده ویده شوی وجدانونه یې را ویښ کړل  او د ختیځ او لویدیځ د آزادۍ او عدالت غوښتنې بیرغ یې په ټوله نړۍ کې ورپېده

سید لومړنی کس و ، چې د لوېدیځ له استعمار ، تېری او تجاوز څخه یې خلک خبر کړل، هغه خلک چې په درانده خوب ویده وو  او له سیاست څخه لری ساتل شوی وو، ده وکولای شول چې د خلکو په منځ کې د بدلون او اوښتون انقلابی تخم وکری  او ده  په ټول عمر او ژوند کې  همدې هدف ته  د رسیدو لپاره خپله سیاسی مبارزه وکړه  ده زیاته کړه  سید جمال الدین افغانی دیو قوی اسلامی حکومت چې ددموکراسۍ پر اصولو بنا‌ء وی او د بیان د آزادۍ د  حق تضمین وکړی . غوښتونکى و

د سید جمال الدین یوازینی هدف د مسلمانانو یووالی او اتحاد و، چې د پخوانی انګلیس د استعماری مداخلو په اثر ټوټه شوى وواو انګلیسانو

به له مسلمان سره  د یو غلام په څیر چلند کاوه .

دسید تفکر او فلسفه یو ډول شخړه وه، چې د بهرنی استعمار او کورنی استبداد ، بی عدالتی ، ظلم او د خرافاتو پر ضد جاری شوی وه. سید جمال الدین افغانی د ښوونې او روزنې فلسفه د شرقیانو د ویښتیا لپاره مهمه لاره ګڼله  او په دې اړه وایی :

«ای د شرق زویه!   آیا ته پوهیږی، چې پردى سیاسی ، اقتصادی او فرهنګی تسلط پر تا باندی تحمیل شوى ،چې هغه پر تا باندې د علم  پوهې برتری لری ، دغه افتخار د شرقیانو په نصیب و  نن ورځ د نورو په اختیار کې قرار لری . دا په تا پورې اړه لری ، چې علم زده کړې ، خپل فکر روښانه کړی ، نو په هغه وخت کې به د لویدیځ په شان روښانه راتلونکې ولری» ۵: ۲۳

ښاغلی ((منگل)) ددې پوښتنې په ځواب کې چې سید جمال الدین مسلمانانو ته دخپلواکۍ د ترلاسه کولو څه لارښوونه کړې ده.؟ داسې وویل:  ده به مسلمانان  ډیریادول ، ځکه چې په ختیځ کې مسلمانانو اکثریت درلوده او شرقی ملکونه یې په زور او جبر سره نیولې وو  او له خپلو حقه  حقوقو څخه محروم کړای شوی وو ، نو ځکه دده لارښونه د ختیځو او نورو ولسونو د راویښولو او پوهولو له پاره همدا وه  او همدغه به یې مخاطبول ، نو دى له ټولو فلاسفه وو د پراخ نظر خاوند ؤ ، د مساواتو د تعمیم مفکوره یې درلوده اودانسانانو   تر منځ د مساواتو او برابرۍ طرفدار ؤ .

سید جمال الدین افغانی د هند دمختلفو طبقو له هغې جملې څځه د هند ځوانان خپلواکۍ او آزادی ته راوبلل  او ورته و یې ویل چې ، « خپلواکی اخیستل کېږی، ورکول کېږی نه ، تاسې د خدای (ج) په کمک او نصرت سره  استعماری ظالمانه رژیم  له ماتې سره مخامخ کولی شـئ»

۵: ۱۵

د دې لپاره چې سید خپل سیاسی او علمی افکار په هند کې تبلیغ او ترویج کړی وی او تنویری دنده یې تر سره کړې وی ، په حیدر آباد دکن کې د اوسیدو په کلونو کې دوه مشهور اخبارونه :لومړى ( معلم شفیق )په (۱۸۸۰ م) کال کې د مولوی محب حسین په مدیریت  او بل د (( المعلم )) په نوم په (۱۸۸۱ م)کال کې د محمد سجاد میرزا  په مدیریت تاسیس شوی  دی په دغو اخبارو نوکې د سید جمال الدین افغانی ډیری مقالې په درې او اردو ژبو خپری شوې دی ، چې د ځینو عنوانونه په دې ډول دی:

فکر فلسفه وحدت و جنسیت ،تعلیم و تربیت ، اسباب حقیقت سعادت شقاوت انسان ، فواید جریده ،  فواید فلسفه ، شرح حال اګهوریان

سید جمال الدین افغانی د دهریانو پر ضد یوه رساله ولیکله ، چې د هغې نوم «نیچریه» و، چې په فارسی ژبه کې ورته «طبیعت» وایې. په هند کې د مسلمانانو په منځ کې الهادی مفکورې پیدا شوې ، چې د هند دمسلمانانو په مینځ کې یې ډېر نفوذ درلود .

د سید جمال الذین افغانی سیاسی فعالیتونه له یوی خوا په سیاسی توګه له سیاسی اشخاصو سره د لیدلو کتلو او خبرو اترو او لیکلو را لیکلو په توګه وو او له بلی خوا د علمی مرکزونو ، پوهنتونونو او مدرسو له شاګردانو او استادانو سره د علمی اړیکو ، مذاکرو ، مناظرو او د فکرونو د تبادلې په ډول وو .په هر ځاى کې به د شاګردانو او ځوانانو حلقی ترې چاپېره وی اودده له علمی او سیاسی معلوماتو او نظریاتو  به یې استفادې کولى.

سید جمال الدین افغانی که له یوی خوا د عامو خلکو او ولسونو د پوهولو او تنویر  له پاره په جلسو او محفلونو کې او یا د مسجدونو له منبرونو خطابې ، موعظې اورولی ، خو له بلی خوا یې د اخبارونو لپاره مقالی لیکلې  چې مخکی هم ورته اشاره شوې ده اخبارونه یې هم تاسیسول او  چلول  او د اخبارونو د چلولو او لیکوالى د فن لپاره یې د آزادې غوښتنې د لاس ته راوړنو له پاره شاګردان هم روزل .

ده زیاته کړه:څیړنوال شېر علی ((ظریفی)) د تبیان په اثر نامی کې د رسنیو رول داسې بیانوی او لیکی : « دافغان سید د ژوند تر ټولو ستره موخه د یر غلګرو استعمار چیانو پر خلاف مبارزه وه ده په خپلو لیکنو ، لیکچرونو او خطابو کې خلک د آزادۍ د نعمت قدر ته رابلل او له غلامۍ څخه یې په هغوى کې د کرکې او نفرت روحیه روزله ، د انګلیس استعماری قدرت ده ته کمزورى ښکاریده او باور یې درلود چې باید د هر اقلیم خلک  سره یو موټى شی په داسې حال کې انګریزانو ته ماتې ورکولې شی او د افغان او انګلیس جګړی به یې بېلګې وى تر څو چې په خلکو کې د مقاومت او آزادی احساس په خوځیدو راولی.»۶: ۸۳

د سید جمال الدین افغانی اند د مسلمانانو او غیر مسلمانانو یووالی او اتحاد ته اړول شوى و

ملی او نړیوال ستر مبارز سید جمال الدین افغانی د عروه الوثقی  ورځپاڼې د اهمیت او ارزښت په اړه علی محمد «منګل» د چلوونکی په یاد داشت کې د ختیځو او شرقی هیوادونو د بیدارې او ویښولو په اړه لیکی : «سید جمال الدین افغانی او د ده ملګری شیخ محمد عبده مصری  د «عروه الوثقی »جریده او ورځپاڼه رامنځته ، جاری او خپره کړه ، عروه الوثقی په خپل وخت کې په ختیځو او د شرق په هیوادونو کې بیخی ډیره وتلې ګلورینه او رنګینه غوره ورځپاڼه وه ، دا د اسلامی اًمت د یووالی او د ترقی په لور ډیره ویانده جنډه وه چې په خپریدو سره یې کلک غورځنګونه رامنځته کړل ، دغی مشهوری سیاسی ورځپاڼې هغه وخت د سرو او سپنو زرو له پاڼو زیات ارزښت درلود او د ختیځ ولس د بیدارى له پاره لاس پلاس ، کور په کور ، کلی په کلې ، ښار په ښار او هېواد په هېواد ګرځېدله د شرق ویښو خلکو به یې غوره مطالب په مینه  لوستل او نورو هیواد والو ته به یې هم رسول ، د عروه اوثقی مضامین د کتابونو په توګه راغونډ او چاپ شول ، په پښتو ملی او شیرینه ژبه هم د پښتو ټولنی له خوا د عروه الوثقى رنګین اثر چاپ شوى دى . »

سید جمال الدین افغانی په هغه وخت کې د مطبوعاتو پرارزښت ډیر ښه پوهیده او په مصر کې یې زیات اخبارونه تاسیس کړل لکه : د مصر په نامه اخبار د مخروسه په نامه اخبار ، د مرات الشرق اخبار او دابو نظاره په نوم اخبار یادولى شو .

سید جمال الدین افغانی په دغو اخبارونو کې مقالی او مضامین خپرول  او خپلی مفکورې او نظریا ت به یې په همدغو اخبارونو کې خلکو ته نشرول او ښودل  او دا داسې وخت و،  چې مصر د اروپایانو د سیاست  په زولنو کې ښکېل ؤ . حکومت پوروړى او بزګران د نیستۍ او لوږې پر عذاب اخته وو. اروپایې پانګوالو خپل پورونه غوښتل ، خو د مصر د حکومت چارواکی د عیش او عشرت پر نېشو مست او پیسې یې بربادولې. تر ۱۸۸۰م کاله پوری د مصر لپاره ناوړه کلونه ؤ. سید جمال الدین له (۱۸۷۱تر ۱۸۷۹ م) کلونو پوری په مصر کې ژوند کاوه . د دغه مبارز شخصیت د ژور اصل او فکر انځور په لاندی ډول ښودل کېږی:

« دا هغه وخت و، چې نه یوازې په مصر کې بلکې په ډېرو هېوادونو کې رسنۍ د حکومتونو تر اغرزې لاندې وې، خو ده  خپل شاګردان او همکاران وهڅول چې د ده ویناوې او لیکنې په ورځباڼو او مجلو کې په خپلو نومونو خبرې کړی په دې کار  سره یې یوه داسې ډله ځوانان په خپلو  افکارو وروزل چې په دې برخه کې مبارزه وکړی.»

دا د عربې نړۍ د مخکښ لیکوال مالک بن نبی وینا ده ، چې : « د ولسونو را ویښوونکی سید جمال الدین افغانی په اړه یې کړی ده ، ځکه د هر ولس او هیواد پرمختګ اوسوکالی په داسې بچیانو پورې تړلې وی، چې تل هڅه کوی خپل ولس له هر څه مخکې یو موټى وساتې او د ور پیښو ستونزو د حل لاره ورته وړاندې کړی ، هغه همت په کې را ژوندی کړی ، چې  په اصطلاح دراتلونکې لپاره یې فکر ولری او د پردیو د هر ممکنه ګواښ د رامنځته کیدو پر وړاندی د یوبدن شکل پیدا کړی.»   ښاغلى سلطانى منګل دخپلو خبرو پر دوام څرګنده کړه:  موږ چې په ۲۱ مه پیړۍ کې ژوند کوو،وینو چې د بشری ټولنو تر منځ په بیلا بیلو ډولونو سیاسی ، اقتصادی، فکری  او ټولنیزی ستونزې موجودې دی چې تر ژبې ، جنس ، مذهبی تعصب او قومونو پوری رسیږی،  خو د ختیځې نړۍ دغه ویښوونکی افغان په دې باور درلوده چې موږ باید له دې ستونزی او مشکلاتو څخه رابهر شو لکه څرنګه چې وایی : پر دین منګولې ټینګې او کلکې کړی، او دا هغه ټینګه اړیکه ده چې ترکې له عربې ، فارسی له هندی ، مصری  له مغربی او شمالی له جنوبې سره تړی او د خپلوۍ اړیکې ځای نیسی، چې له دې سره وتوانېږو ختیځه نړۍ او لږ تر لږه اسلامی هیوادونه سره نږدې ګړو. لکه څنګه چې نن اروپا سره تړل شوی

سید جمال الدین افغانی وایې :«ژوندی جاهلان مړه دی او مړه عالمان ژوندی دی ». هرامت  یا ولس چې پوهنه ونه لری د خپل پرمختګ مخه یې نیولې ده ، دا پوهنه پرته له عقیدی او اخلاقو نشته ، پرته له فهم نه عقیده نشته  او موږ مسلمانان د دی توان لرو چې پرمختګ او تمدن، پر قرآن او دین په باور لرلو سره رامځته کړو ، داد وروسته پاتې کېدود له منځه وړلو یوازینۍ لاره ده .

نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید