روزنامه هیواد

سیاسی ایتلافونه دې د هېواد د ملی ګټو د تحقق لپاره له حکومت سره پوره همغږۍ ته ودانګی

افغان حکومت، مدنی فعالان، قانون پوهان او د ولسواکۍ د یوې سترې لاس ته راوړنې په توګه د رڼو، ازادو، عادلانه او سراسری ټاکنو پلویان او دغه راز پر سولې مین خلک د افغانستان د خلکو د یوې سترې ملی وثیقې په توګه د افغانستان د اساسی قانون د حکمونو او همدارنګه د هېواد ملی ګټو ته په کتو په هېواد کې د سیاسی ایتلافونو او ګوندونو د وړاندیزونو هرکلى کوی او د دغه ډول سیاسی ایتلافونو او ګوندونو له سازمان ورکوونکو او نورو سیاسیونو څخه په کلکه دا هیله او غوښتنه کوی چی خپلو سیاسی ایتلافونو او ګوندونو ته سراسری بڼه ورکړی او داسې جامع، هر اړخیزې، اغېزمنې او ګټورې کړنلارې دې ورته جوړې او د عمل جامه دې ورواغوندی چې پر مټ یې له یوې خوا په هېواد کې رڼو، عادلانه، ازادو او سراسری ټاکنو ته لاره اواره شی او له بلې خوا د کلونو کلونو جګړه ځپلو افغانانو د یوې ډېرې سترې غوښتنې په توګه په هېواد کې رښتینې، تپلپاتې او سراسری سولې د لوړ هدف ترسره کولو ته زمینه برابره شی. لکه چې په دې اړه د افغان حکومت په یوې خپرې شوې اعلامیه کې هم یادو ټکو ته ګوته نیوله شوې ده او داسې په کې راغلی دی چې: ((افغان حکومت د سىاسی ګوندونو، ائتلافونو او د مدنی ټولنو د فعالانو د پلانونو، وړاندىزونو او طرحو ،چې د افغانستان د اساسی قانون له مخې د هېواد د نافذه قوانىنو او زموږ د خلکو له هىلو سره په مطابقت کې وی او د هېواد ملی ګټو ته تحقق ورکړی هرکلى کوی.په تېرو نږدې څلورو کلونو کې حکومت د هېواد د بېلابېلو ملی مسایلو او نړیوالو موضوعاتو په اړه له سىاسی ګوندونو، جهادی او سىاسی شخصىتونو سره تل سلا مشورې کړی دی او د هېواد جمهورریىس غنی به په نږدې راتلونکی کې د ملی او نړیوالو مسائلو په هکله غونډه هم ولری. په دغې اعلامیه کې دا هم ویل شوی دی چې د ملی او نړیوالو مسایلو په اړه د دغه ډول سلا مشورو پر مهال تل په دې ټىنګار شوى ،چې برنامه محوره ائتلافونه او سىاسی جرىانونه د ملی برنامو او ملی ګټو د تحقق په لاره کې ګټور تمامېدلى شی.حکومت په روانو شراىطو کې چې سوله او ټاکنې دواړه د دوو ملی لومړىتوبونو په توګه بولی، د حکومت او د فعالو سىاسی جرىانونو ترمنځ د ګډ بحث موضوع ته تل درناوى کوی او په دې باور دى چې د سىاسی ایتلافونو او ګوندونو او شخصىتونو ګټورې طرحې او رغنده لىدلوری به په دې برخو کې له  خلکو او حکومت سره پوره مرسته وکړی.موږ د سىاسی پراختىا په ډګر کې حوصلې، پراخ نظر او په هوار مىدان کې مثبت رقابت او سالمې سیالۍ ته اړتىا لرو او د افغانستان خلک به د ټاکنو په موضوع کې د ټولو په اړه قضاوت وکړی او له دغه قضاوت څخه به ټول خلک پوره زده کړه وکړی او هم به د یوې ډېرې مهمې اړتیا په توګه په هېواد کې د سولې د ډیوې د وړانګو له لاځلېدو سره پوره مرسته وکړی او د سولې په اړه به د خلکو سترې غوښتنې ته به د عمل جامه ور واغوندی. د رسنیو له لارې د خپرو شویو رپوټونو پر بنسټ د افغانستان مدنی فعالانو او ځینو نورو بې پرې خلکو په هېواد کې د دغه ډول سیاسی ایتلافونو او ګوندونو د اعلامولو په غبرګون کې د هغوى له غړو څخه په کلکه دغه غوښتنه کړې ده په تېرو وختونو کې په هېواد کې د جوړو شویو ناکامو سیاسی ایتلافونو او ګوندونو له کړنو څخه پوره پند او عبرت واخلی او په هېواد کې دې د ټاکنو او سولې په برخه کې له پوره جدیت، قاطعیت او صداقت څخه کار واخلی او همدارنګه په ټاکنو کې دې د درغلیو د مخنیوی لپاره له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره پوره مرستې او همغږۍ ته ودانګی او د افغانانو د یوې سترې غوښتنې په توګه دې په هېواد کې د سولې د ټینګښت او د هېواد د ملی ګټو د تحقق لپاره له افغان حکومت سره پوره مرستې او همغږۍ ته ودانګی او له دې لارې دې خپل هېواد او خلکو ته د رښتینو خدمتونو د سرته رسولو جوګه شی نه دا چې ځانونه د خلکو باداران وګڼی، پر قانون ځانونه لوړ وبولی او د هېواد ملی ګټې له خپلو ناوړو شخصی ګټو ښکار کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید