روزنامه هیواد

سکاټ مېلر: د نېشه یی توکو پر لابراتوارونود هوایی بریدونو دوام ته ژمن یو

سیګار د روان میلادی کال په لومړیو کې په افغانستان کې د نېشه یی توکو د جوړولو پر کارخانو د ناټو او امریکایی ځواکونو د نظامی عملیاتو د درېدلو خبر ورکړى و، خو اوس د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومی قوماندان وایی ، چې دوی به له افغان ځواکونو سره په ګډه د نېشه یی موادو پر کارخانو په هوایی بریدونو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

د ناټو او امریکایی ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر په کابل کې خبریالانو ته وویل: که د نېشه یی توکو پر کارخانو د ناټو او امریکایی ځواکونو ګډو مرستو ته اړتیا وی، نو دوی همکارۍ ته چمتو دی.ده وویل: (( د نېشه یی توکو د جوړولو پر لابراتوارونو هوایی بریدونه شوی، ځکه چې نېشه یی مواد د اسلام له نظره حرام او په ورته وخت کې د ترهګرو ډلو مالی سرچینه هم ده، که زموږ مرسته د افغانانو او افغان امنیتی ځواکونو لپاره ګټوره وی، نو موږ د افغان امنیتی ځواکونو او افغان حکومت له رهبرۍ سره په ګډه اقدام کوو.))د ۲۰۱۷ میلادی کال په وروستیو کې افغان او بهرنیو ځواکونو د نېشه یی موادو د جوړولو پر کارخانو ګډ هوایی بریدونه پیل کړل.وروستى برید یې اوونۍ مخکې د فراه په بکوا ولسوالۍ کې وکړ، چې په نتیجه کې یې د هیروئینو جوړولو (۶۸) لابراتوارونه ویجاړ شول.د کورنیو چارو وزارت د څېړنو له مخې،  په دې لابراتوارونو کې د ورځې د یو میلیون افغانیو په ارزښت هیروئین جوړېدل چې ګټه یې طالبانو ته رسېده.امنیتی کارپوه محمداګل مجاهد د هیروئینو جوړولو پر کارخانو هوایی بریدونه د نېشه یی موادو د تولید په کمولو کې ګټور نه بولی.دی وایی، چې په افغانستان کې د هیروئینو کارخانې تر هغو بمونو ډېرې ارزانه دی، چې د هیروئینو جوړلو پر کارخانو غورځول کېږی.دی وایی: (( د دې لابراتوارونو پر جوړولو له پنځو زرو نیولې تر لسو زرو ډالرو پورې لګښت راځی، دا لابراتوارونه له څو بېلرونو او میسی دیګونو څخه جوړ شوی، چې د انتقال وړ او ویجاړول یې هېڅ ارزښت نه لری، که هدف دا وی، چې په اساسی ډول د نېشه یی موادو د جوړولو مخه ونیول شی، باید د کرنې وزارت د کوکنارو پر ځای ګټور بدیل کښتونه چمتو کړی، دغه ډول دې د دولت تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو له کښت سره هم جدی مبارزه وشی.))د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکایی بنسټ یا سیګار مشر جان سوپکو په خپل وروستی راپور کې ویلی، چې د لابراتوارونو ویجاړول د هیروئینو جوړولو د مخنیوی لپاره موثره او ګټوره لاره نه ده، خو هغه نېشه یی مواد چې د هوایی بریدونو په نتیجه کې له منځه ځی، د طالبانو عواید راکمولاى شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید