روزنامه هیواد

سږ کال ښاروالان د ټاکنو له لارې ګومارل کېږی

د سىمه‌ىىزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومی رىىس عبدالمتىن بىګ وایی: تېر مالی کال د حکومتولۍ کال و او سږ کال به د دغې ادارې ډېره پاملرنه ولسوالیو ته وی.

عبدالمتین بېګ ولس ته د کلنی حساب ورکولو په مطبوعاتی غونډه کې وویل چې تېر کال د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د خدمتونو په ښه رسولو کې پرېمانه پرمختګونه شوی او دا د دې لامل شول چې تېر کال د ولسمشر ۲۵ سلنه وخت د سیمه‌ییزې حکومتولۍ پر چار لګېدلى دى.

په دغه وخت کې ولسمشر لسګونه ځله ولایتی سفرونه کړی او هلته یې له والیانو، ولسوالانو، قومی مشرانو، مدنی فعالانو، ښځو، ځوانانو، عالمانو او نورو سره لیدنې کړې دی.

د عبدالمتین بېګ په خبره، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېر کال د سیمه‌ییزې حکومتولۍ پالیسی جوړه کړې چې له موخو څخه یوه یې د حکومتولۍ په هکله د دولت پالىسی ده چې سىمه‌ىىزو ادارو ته لا زیات صلاحیتونه ورکوی. د دغې پالىسی په اساس به د مرکزی حکومت رول پالىسی جوړوونکى وی او د سىمه‌ىىزو ادارو رول اجراىىوی کېږی.

په دې سربېره ، د دغې پالىسی له مخې د ولاىتونو نفوس ته په کتو، اته اقتصادی زونونه هم جوړېږی.

د سیمه‌ییزو ارګانونو عمومی رییس وویل: په تېر کې د ولسوالانو ارزونې تر ډېره عمودی بڼه درلوده، خو اوس د سىمه‌ىىزې حکومتولی د پالىسۍ له مخې، د ولسوالانو ارزونه ۵۰ سلنه د سىمه‌ىىزې ادارې له لوری او ۵۰ سلنه د ولس له لوری کېږی.

ده د ښاروالىو قانون ته په اشارې چې له تخنىکی پلوه د ټولنې اوسنیو ټولو اړتىاوو ته ځواب وایی، ووىل؛

((په دغه قانون کې د اتباعو سىاسی حقوق او د ښاروالانو د ټاکل کېدو حق په نظر کې نىول شوى دى. د سىمه‌ىىزو ارګانونو خپلواکه اداره ژمنه ده چې سږکال له تخنىکی مطالعاتو وروسته، په ىو ىا دوو ښارونو کې د ښاروالانو د ټاکنو د تخنىکی پروسې لپاره چمتوالى ونىسی.))

د بېګ په وىنا، تېر کال له کابل ښاروالۍ پرته، د ډېرو ښارونو ښاروالان د ازادې سىالۍ له لارې ټاکل شوی دی.

د سیمه‌ییزو ارګانونو د کالنیو لاسته راوړنو په لړ کې د ښاروالانو ملی کنفرانس چې په کابل کې جوړ شو، په کې د ښاروالىو د عواىدو پر وړاندې ستونزې په ګوته او د حل په موخه ىې لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

د سىمه‌ىىزو ارګانونو د ادارې عمومی رىىس د سىمه‌ىىزو شوراګانو د نوی قانون په اړه هم مالومات ورکړل چې په خبره یې، دغه قانون تصوىب شوى او په نږدې راتلونکی کې به توشىح شی.

د دغه قانون له مخې به د ولسوالىو د شوراګانو ټاکنو ته زمىنه برابره شی.

په تېر کال کې د سىمه‌ىىزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسوالانو دوه ملی کنفرانسونه جوړ کړی چې په‌کې ولسوالانو خپلې ستونزې او طرحې د حکومت له مشرتابه سره شرىکې کړې.

دغه راز دغه کنفرانسونه د دې لامل شول چې ولسوالانو ته اجراییوی صلاحیتونه ورکول شول.

بېګ په دغې غونډه کې وویل چې د جمهور رىىس د ۱۸ ماده‌ىی فرمان له مخې، ولسوالانو ته د پام وړ صلاحىتونه ورکړل شوی چې د همدې فرمان له مخې، به سږکال ډېره پاملرنه ولسوالىو ته وشی.

د ده په وىنا، د سىمه‌ىىزې حکومتولی د پرېکړو په نىولو کې د ښځو د شتون بحث هم تر کار لاندې دى چې په وىنا ىې، یوازې په تېر کال کې په بامىانو، کابل، پکتىا او څو نورو ولاىتونو کې د لومړی ځل لپاره ښځې د والىانو د مرستىالانو په توګه په دنده وګمارل شوې. په دې غونډه کې د ولسوالىو په کچه د سىمه‌ىىزې حکومتولۍ د ښه والی په برخه کې د جمهوری رىاست د عالی مقام د ۲۷۱۶ ګڼه حکم په اړه هم مالومات ورکړل شول چې د دغه حکم له مخې د ولسوالی د ادارې او د عدلی او قضایی ارګانونو ترمنځ د اړىکو د ښه والی، د ولسوالىو د عالی شورا جوړول، د ولسوالىو د ملی پروګرام طرحه او ولسوالانو ته د پولی صلاحىتونو په ورکړه ټىنګار شوى دى. د سیمه‌ییزو ارګانونو عمومی رییس زیاته کړه چې ادارې یې تېر کال د سىمه‌ىىزې حکومتولی د ښه والی په موخه شل بېلابېل طرزالعملونه او لارښودونه جوړ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید