روزنامه هیواد

سږ کال هره ورځ  نهه افغان ماشومان یا وژل شوی یا معلول شوی

له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یونیسف وایی، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړى هېواد و.د دغه نړیوال بنسټ اجرائیوی مشره هنریته فور وایی، د روان ۲۰۱۹ کال په ۹ میاشتو کې هره ورځ ۹ ماشومان یا وژل شوی یا یې د بدن کوم غړی له لاسه ورکړى ، چې دا د ماشومانو پر وړاندې د تېر کال د تاوتریخوالی په نسبت ۱۱ سلنه زیاتوالى ښیی.مېرمن فور وایی، دا پېښې د ځانمرګو بریدونو، چاودنو او له افغان ځواکونو سره د مخالفانو د نښتو د زیاتېدو له کبله ډېرې شوې دی: (( باید په عاجل ډول اقدامات وشی چې دا ناخوالې او مصیبتونه له منځه ولاړ شی.))د یونیسف د تازه راپور له مخې دا مهال ۳ میلیونه او ۸۰۰ زره افغان ماشومان جدی بشری مرستو ته اړ دی چې له دې منځه یې ۶۰۰ زره په خوارځواکۍ اخته دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید