روزنامه هیواد

سږ کال به په افغانستان کې ۲۴زره ټنه جلغوزه وشی

د کرنې وزارت سږ کال د جلغوزې حاصلات ۲۴ زره اټکل کړى او وایی چې دا کچه به د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زىاته وی. د کرنې وزارت وىاند اکبر رستمی وایی، وروستىو کلونو د جلغوزې سلګونه زره نىالګی اېښوودل شوی او حاصلات به ىې نږدې راتلونکی کې له اوسنۍ اندازې هم لوړ شی. نوموړى وایی، سږ کال به د جلغوزې حاصلات لس سلنه د پخوا په پرتله زىات وی او افغانستان به ىې د قاچاقی صادراتو مخه هم ونىسی.  د افغانستان جلغوزه له کلونو راهىسې پاکستان ته تلله او له هغه ځاىه به د پاکستان په نوم پروسس او نورې نړۍ ته صادرېدله خو دوه کاله وشول چې افغانستان په خپل نوم او لېبل د نړۍ بازارونو ته جلغوزه صادروی. د ارقامو له مخې ىوازې تېر کال افغانستان چىن، خلىجی هېوادونو او اروپا ته ۱۷۰۰ ټنه جلغوزه صادره کړې ده. دا مهال چىن د افغانی جلغوزې تر ټولو لوى بازار دى او افغانستان ورته په ىو کال کې له ۶۰۰ ټنو ډېره جلغوزه د هوایی دهلېزونو له لارې رسولې ده. هند هم د افغانستان  د وچې مېوې له مهمو بازارونو څخه شمېرل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید