روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سږکال په هېواد کې د هګیو د چرګو شپږ زره فارمونه جوړ شوی

د چرکو هګۍ، هغه ډېر استفاده کېدونکی خواړه ،چې په ځانته ډول د خوراک لپاره هم په اوبو کې یې اېشول کېږی او هم په غوړیو کې پخېږی.خو پوښتنه دا ده چې دا د چرګو هګۍ د ګټو له امله ډېرې خوړل کېږی که په آسانه ډول د خوړو له امله؟د کابل ښار اوسېدونکی مزمل او نوید یې په اړه وایی:  (( پخول یې آسانه دی، جنجال نه لری، وخت کم نیسی، نو په پخلی کې ورنه استفاده کوی.-یو خو ژر پخېږی وخت کم نیسی، بل دا چې قیمت یې هم مناسب دی.))د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وایی: په دغه هېواد کې په کلنی ډول، د چرګو یو اعشاریه دوه میلیارده دانو هګیو ته اړتیا ده.حال دا چې په کور دننه د فارمونو تولید نېږدې اووه میلیونه دانې دی.د دغه وزارت ویاند اکبر رستمی یې په اړه وایی: (( په ټوله کې په افغانستان کې د چرکو د هګیو د تولید ظرفیت په کلنی ډول له شپږ میلیونه او نوی زره دانو څخه ډېر دی، زموږ کلنی اړتیا یو اعشاره دوه میلیارده دانو ته ده، په دې برخه کې پنځوس سلنه اړتیاوې په کوردننه تولیداتو څخه لاسته راځی.))

ډاکتران وایی: د چرګو هګۍ په فوق العاده خوراکونو کې راځی، یعنې ټول مغزی مواد په کې دی،

خو هغو کسانو لپاره چې بدن یې ډېر کلسترول یا غوړ تولیدوی، د هګیو د ډېر خوراک سپارښتنه نه کوی.په افغانستان کې خلک د چرګو د فارمی هګیو پرتله کورنۍ هغه ډېرې خوښوی.ډاکټران هم وایی ،چې د چرګو د تغذیې له نظره د کورنیو چرګو هګۍ تر فارمی هغو ډېر مغزی مواد لری.د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر احمد علی کریمی یې په اړه وایی: (( دا چې کورنۍ چرګې معمولاً بهر وی، په لمر کې وی، له حشراتو، چینجی، غلو او بېلابېلو سبزیو استفاده کوی، نو ځکه د مغزی موادو له نظره یې هګۍ له خوراکی موادو له اړخه بډایه دی.))همدا لامل دی چې په بازارونو کې هټیوال یا ګرځنډه پلورنکی ډېر ځله فارمی هګۍ د کورنیو په نامه په خلکو په لوړ قیمت پلوری.د کونړ اوسېدونکی رحمت الله په دې اړه وایی: (( داسې هګۍ خرڅېږی چې رنګ یې ژېړ د کورنیو هګیو په شان دی، په لس افغانۍ مې واخېسته، کور ته مې چې یوړه، پخه مې کړه فارمۍ هګۍ وه، نو خلک فارمۍ هګۍ د کورنیو هګیو په نامه په ګرانه بیه خرڅوی.))په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان په بازارونو کې د کورنیو چرګو هګۍ کمې پیدا کېږی، دا مهال په کابل کې د چرګو فارمی هګۍ دانه په اته افغانۍ او کورنۍ هغه له لس تر پنځلس افغانیو پورې پلورل کېږی.که څه هم د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته په کلنی ډول په دغه هېواد کې د کورنیو چرګو د هګیو د تولید کره شمېر نه دی معلوم، خو د دغه وزارت ویاند اکبر رستمی وایی، چې په دې برخه کې بېوزلو مېرمنو ته واړه کورنی فارمونه جوړ شوی دی.نوموړی وایی: هر کال په زرګونه دا شان فارمونه جوږېږی، چې سږکال هم تراوسه شپږ زره فارمونه جوړ شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید