روزنامه هیواد

سږنۍ ولسمشریزې ټاکنې د تېرو ټاکنو په پرتله رڼې او عادلانه وې

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د دښمن له ګواښونو سره سره په بریالیتوب پای ته ورسېدې،  د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو په لېږد را لېږد او همدارنګه د هغو په شمېرنو بوخت دی. د دغه کمېسیون چارواکو ویلی، چې د تلې میاشتې په ۲۷ مه به د رایو پایلې اعلام شی.

په دې اړه د هېواد ورځپاڼې خبریال د ټولنیزو علومو له کارپوهې راحلې (( میرزایی)) سره مرکه کړې،چې خپرېږی.

پوښتنه: تاسو چې د تلې په ۶ مه خپله رایه وکاروله، د ټاکنو بهیر ځنګه و؟

ځواب: سږنۍ ولسمشریزې ټاکنې د تېرو ټاکنو په پرتله د ډاډ وړ وې.

په خپله سیمه کې لومړنۍ ښځه زه وم ، چې د رای ورکولو مرکز ته لاړم او د خپلې خوښې وړ کاندید ته مې رایه واچوله. د ولسمشریزو ټاکنو د مامورینو چلند له خلکو سره ډېر ښه و، سربېره پردې زموږ د هېواد امنیتی ځواکونو د ټاکنو د مرکزونو او رای ورکوونکو لپاره ښه امنیتی تدابیر او چمتووالی نیولی و. د رای ورکولو د مرکز فضا ډېره ښه وه او موږ په پوره ډاد او خوښۍ سره خپلې رایې وکارولې.زما دکورنۍ هغه غړی،چې د رای ورکولو وړ وو، له خپلو  سټېکر لرونکو تذکرو سره راغلی وو او د خپلې خوښې وړکاندید ته یې رایې واچولې، په دې توګه یې خپله ملی او هېواد پالنې دنده ترسره کړه . داچې د دښمن له ګواښونو سره سره، د ولسمشریزو ټاکنو پړاو بشپړ شو، موږ د خوښۍ احساس کوو،  که څه هم په ځینو  ځایونوکې وړې پېښې منځ ته راغلې، خو نورې داسې لویې پېښې  منځ ته نه دی راغلی چې د رای ورکوونکو لپاره په سرخوږی بدلې شوې وای، موږ هیله لرو چې د رای شمېرنې او د پایلې د اعلامولو پړاو هم ژر بشپړ شی، چې د هېواد نوی ولسمشر وپېژنو ،  ژر تر ژره پرکار پیل وکړی او  وخت خوشې تېر نه شی. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له نامه څخه ښکاری ، چې خپلواک دی، نو په کار دی ، چې خپله خپلواکی وساتی او پرې نږدی ، چې څوک د دغه کمېسیون په چاروکې ګوتې ووهی. هغه کاندید ، چې  ډېرې رایې ترلاسه کړې وی  او د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره وړ وی، د هېواد د ولسمشر په توګه دې اعلام شی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون دنده لری ، چې له ټولو بدلونونو څخه خلک د رسنیو له لارې خبرکړی، چې څومره رایې را رسېدلی او څومره د را رسېدو په حال کې دی ، نو د رای شمېرنې د بهیر روڼتیا دې خلکو  ته وړاندې شی،چې له دې وروسته خلک اندېښنه ونه لری،چې د رایو برخلیک به یې څنګه شی.

پوښتنه: په ټاکنو کې د خلکو ګډون څنګه و؟

ځواب: سږنۍ ولسمشریزې ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې، د تېرو نورو ټاکنو په پرتله ،پیاوړی امنیتی تدابیر ورته نیول شوی وو، خو د خلکو ګډون لږ  غوندې پیکه ښکارېده ، د خلکو د پیکه توب لامل په دې کې و ، چې دښمن ډېر ګواښونه رای ورکوونکو ته کړی وو، سربېره پردې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډوډی او  په رایو کې څه لاسوهنې هم د بېلابېلو کاندیدانو په ګټه لیدل شوې وې، د پایلې له اعلام وروسته نور جنجالونه هم راپورته شول چې کابو دوه کاله وخت یې خوشې ضایع کړ ، له نېکه مرغه دا ځل خلک ډاډمن دی،چې د دوی له رایو به ناوړه ګټه پورته نه شی، موږ هم هیله من یو، چې د خلکو رایو ته دې درناوى وشی، چې د دموکراسۍ بهیر په هېواد کې غښتلی شی.

پوښتنه: لیکوالانو، د مدنی ټولنو فعالینو، کارپوهانو او نړیوالو ټولنو د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې رڼې وبللې، ستاسو له آنده دغه انګېرنه څنګه ده؟

ځواب: د هغو هېوادوالو خبرې د منلو وړ دی، ځکه دوی له ولسمشریزو ټاکنو درې میاشتې وړاندې خبر وو او کله چې ټاکنې پیل شوې له نږدې یې خلک او د رای  ورکولو مرکزونه ولیدل، د دوی خبرو او قضاوت ته درناوی لرو، د دې ترڅنګ زموږ د خلکو د پوهې کچه مخ په ډېرېدو ده، نو  زه ویلی شم چې که په همدې ډول  پرمخ لاړ شو د ولسمشریزو ټاکنو پنځم پړاو به نور هم ښه شی،  هیله ده چې د خلکو باور پر ولسمشریزو ټاکنو غښتلی شی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ، څه چې د هېواد په اساسی قانون کې راغلی دی هغه یې په سمه توګه پلی کړل او هغو کسانو او ډلو چې غوښتل یې ولسمشریزې ټاکنې سبوتاژ کړی ، د دوی هلې ځلې په اوبو لاهو شوې . موږ د ولسمشر له هڅو ،چې ولسمشریزې ټاکنې یې په ټاکلې موده کې په لاره واچولې مننه کوو.

پوښتنه: د دښمن له ګواښونو سره سره په ټاکنو کې د خلکو ګډون څومره ارزښتناک و؟

ځواب: زموږ خلک غواړی، چې ځلانده راتلونکې ولری،له همدې امله یې په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ، د رایو اچولو صندوقونو ته ولاړل او خپلې رایې یې وړ کاندید ته وکارولې.  دوی غواړی،چې هېواد یې پرمختګ وکړی او اولادونه یې د هوسا او ډاډمن ژوند خاوندان شی.

موږ له نوی جمهور رییس څخه هیله لرو، چې د هېواد د ترقۍ، امنیت راوستلو او د هوسا ژوند لپاره هلې ځلې وکړی.

محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید