د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جن ساکی په حواله راپور ورکړی، چې واشنګټن په پوره احتیاط سره د افغان سولې پروسه تعقیبوی.هغې ویلی: دوی په دې باور دی، چې طالبانو له امریکا سره د تېر کال هوکړې ته ژمنتیا نه ده ښودلې او تاوتریخوالی ته یې دوام ورکړی ، نو پر همدې بنسټ له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره شوې.نوموړې له ډېرو جزیاتو پرته ویلی، چې د افغان سولې پروسه روانه ده او دوی یې پایلو ته په تمه دی.په ورته وخت کې د پنټاګون ویاند جان کربی هم ویلی، چې د دفاع وزیر لویډ اسټین د دوحې هوکړه ارزوی او له خپلو افغان متحدینو سره په مکرر ډول په تماس کې دی.نوموړی ویلی ،چې پنټاګون شوې هوکړه په جدی توګه ارزوی او د ارزونې تر پای ته رسېدو وروسته ښایی اړینې پرېکړی ترسره شی.