روزنامه هیواد

سپیدار: (( هغه کسان چې د برېښنا شرکت پوروړی دی باید پورونه یې په خپل وخت ورکړی ))

اجرائىه رىاست وایی: د هغو کسانو پلوی به ونه کړی چې د برېښنا شرکت پورونه نه ورکوی.اجرائىه رىاست وایی: د افغانستان د برېښنا شرکت د پورونو په راټولولو کې به له دغه شرکت سره مرسته وکړی.د اجرائىه رىاست مسوولىن وایی: هېڅکله د دې پلوی نه کوی ، چې د برېښنا شرکت پوروړی دې د دغه شرکت پورونه ورنه کړی.د اجرائىه رىاست د وىاند مرستىال فرىدون خوځون د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډىو ته وىلی: اجرائىه رىاست ټینګار کوی، چې برېښنا شرکت دې لومړى د برېښنا د لګښت له امله د خپلو ټولو پوروړو کره لېست ترتىب او حکومت ته وسپاری.ده ووىل: (( اجرائىه ریىس په ځلونو ټىنګار کړى، هغه کسان، چې د برېښنا شرکت پوروړی دی، باىد خپل پورونه په وخت ور کړی، اجرائىه ریىس په وزىرانو شورا کې سپارښتنه کړې ، چې برېښنا شرکت دې لومړى د خپلو پوروړو کره لېست ترتىب او له پوروړو سره شرىک کړی، که له هغې وروسته چا سرغړونه کوله، بىا دې ىې نومونه په ډاګه شی، هر څوک چې وی، باىد قانون ومنی.)) دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب په دې وروستىو کې ولسې جرګې ته وىلی، چې اجرائىه رىاست اوس نه غواړی چې د برېښنا د پوروړو نومونه دې د رسنىو له لارې خپاره شی.د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولىن وایی: د مګړۍ شااوخوا دوه زره کسان چې ىو شمېر سوداګر، د افغانستان ځىنې پېژندل شوی سىاسىون، د ملی شورا ځىنې غړی او ځىنې زورواکی په کې شامل دی، د برېښنا د لګښت له امله څه باندې څلور مىلىارده افغانۍ د دوى داىمی پوروړی دی.د دغه شرکت وىاند وحىدالله توحىدی وایی: د هېواد برېښنا له ګاونډىو هېوادونو پېرل کېږی او که د دوى پورونه ورنه کړل شی، د دغه شرکت په پراختىا ىی چارو به ناوړه اثر برې باسی.ښاغلى توحىدی وایی: سربېره پر دې، ځىنې دولتی ادارې هم شته ، چې د دغه شرکت شااوخوا ۵ مىلىارده افغانۍ پوروړی دی.دى هىله ښىی چې د حکومت په همکارۍ ډېر ژر دغه پورونه ترلاسه شی.په ورته وخت کې د ولسی جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسىون ځىنې غړی ټىنګار کوی ، چې د برېښنا شرکت دې وخت نه ضایع کوی او ډېر ژر دې د خپلو پوروړو نومونه که په هره سطحه کې وی، د رسنىو له لارې خلکو ته په ډاګه کړی.د دغه کمېسىون غړې حبىبې سادات وایی: (( ډېرى هغه کسان چې قدرت لری او زورواکی دی، د برېښنا پىسې نه ورکوی، غرىب اولس پر وخت د برېښنا بىل تحوىلوی، زموږ اداره او رىاست نه دى توانېدلى، چې دغه مسئله رسنىزه کړی، دوى باىد دغه موضوع رسنىو ته وباسی، دویمه موضوع دا ده، چې پر حکومت فشار راولی، چې همکاری ورسره وکړی.))دا لومړى ځل نه دى، چې د افغانستان د برېښنا شرکت د برېښنا د لګښت له امله د خپلو پورونو په نه ترلاسه کېدو اندېښنه ښیی، بلکې پخوا تر دې ىې څو ځلې عملی هڅې کړی، د ځىنو پوروړو د برېښنا مزی ىې پرې کړی، خو د ځىنو زورواکو له غبرګون سره مخ شوی او په بشپړه توګه نه دی توانېدلی چې له خلکو او دولتی ادارو څخه خپل ټول پورونه ترلاسه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید