روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سټولټنبرګ: په افغانستان کې د ناټو امنیتی رول نه دی بدل شوی

په داسې حال کې چې ویل کېږی ممکن د امریکا ولسمشر له افغانستانه ټول امریکایی پوځیان تر ټاکلی وخت ژر وباسی، د ناټو سرمنشی د امریکا له دفاع وزیر سره په دې اړه خبرې کړی.وروسته له دې چې د امریکا د دفاع نوی سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر خپل پوځ ته په لومړنی پیغام کې وویل: هغه وخت راغلی، چې امریکایی پوځیان نور خپل هېواد ته راوګرځی، خبرې یې داسې تعبیر شوې، چې کریسټوفر هغه څه عملی کوی، چې ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په اوومه پر ټوېټرپاڼه لیکی و.ټرمپ تر انتخاباتو وړاندې ویلی و، چې له افغانستانه به ټول امریکایی پوځیان تر کرسمیس مخکې راوباسی.له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکایی چارواکو څرګندونو د متحدو ایالتونو د ناټو متحدان اندېښمن کړی دی.د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان باویس لې دوریان د جمعې په ورځ د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وغوښتل چې له افغانستان او عراق څخه د ځواکونو په ایستلو کې له بېړې کار وانه خلی.ده وویل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته به په زغرده ووایی، چې هېواد یې له افغانستان او عراق څخه د امریکایی پوځیانو د یو اړخیزه وتلو مخالف دی.په همدې حال کې د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې، د ناټو د سرمنشی ویندویې وړمه ورځ وویل: ینس سټولټنبرګ د امریکا له نوی سرپرست دفاع وزیر سره په افغانستان کې تر هغه مهاله چې اړتیا وی د ځواکونو د حضور د دوام پر ژمنې خبرې کړی دی.د ناټو د سرمنشی ویندویې اونا لنګیسکو وویل: سټولټنبرګ له کریسټوفر سره د افغانستان په شمول د امریکا په مشرۍ د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو د اجندا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې په جنګ ځپلی افغانستان کې د ناټو امنیتی رول بدل شوی نه دی.ویاندې همداراز وویل: (( د ناټو هېڅ غړی نه غواړی، چې ځواکونه یې تر اړتیا د زیات وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شی، خو په عین وخت کې غواړی چې خپلې بریاوې یې خوندی پاتې شی او دا یقینی شی چې افغانستان به بیا پر امریکا یا د ناټو پر کوم غړی د حملې لپاره د تروریستانو پر پټنځای نه بدلېږی.))په واشنګټن کې مېشت د چارو نظر خاوند هاشم وحدتیار وایی: ټرمپ غواړی د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې یو لوی تاریخی کار وکړی، چې یو یې له افغانستان څخه د امریکایی پوځیانو ایستل دی او په دې اړه یې پر پنټاګون فشار ډېر کړی دی.ده وویل: (( په دومره کم وخت کې له لوژیستیکی پلوه دا کار ممکن نه دی، چې دوی وسلې، ټانکونه او نور تجهیزات په لنډ وخت کې وباسی، د کانګرېس، دفاع وزارت او نورو نهادونو چارواکی له دې سره موافق نه دی او د ناټو غړی تشویش لری ، چې که امریکا دومره ژر هر څه وباسی د دوی د ځواکونو برخلیک به څنګه شی.)) د واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې د راپور له مخې: د امریکا سرپرست دفاع وزیر مېلر منلې چې القاعده شبکه لا هم ځپل شوې نه ده ، خو هغسې چې منتخب ولسمشر جو بایډن یې ملاتړ کوی څرګنده نه ده چې آیا د القاعده د ماتولو لپاره په افغانستان کې د ځواکونو حضور ته اړتیا شته او که نه.

جو بایډن ویلی، چې شاوخوا دوه نیم زره پوځیان به په افغانستان کې د القاعده او داعش په شان د تروریستی ډلو د ځپلو لپاره پرېږدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید