روزنامه هیواد

سټولټنبرګ: ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په بروکسل کې د ناټو له سرمنشی ین سټولټنبرګ سره کتلی او د افغانستان پر روان سیاسی او امنیتی وضعیت یې ور سره خبرې کړې. ښاغلی سټولټنبرګ په کابل کې د وړمې شپې برید غندلی چې طالبانو یې مسوولیت منلی.که څه هم د دوی د کتنې ډېر جزئیات نه دی په ډاګه شوی، خو پخوا داسې رپوټونه وو، چې مایک پومپیو به د ناټو له سرمنشی او نورو اروپایی چارواکو سره د هغې هوکړې په اړه غږېږی، چې په دوحه کې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوې ده.د ناټو سرمنشی ین سټولټنبرګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ کوی او ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.بروکسل ته د مایک پومپیو د سفر موخه هم همدا ښودل شوې ، چې اروپایی مشران د دې احتمالی غونډې او د طالبانو او امریکایانو د خپلمنځی هوکړې پر جزئیاتو خبر کړی او راتلونکې بین الافغانی غونډې ته لارې چارې وسنجوی.افغان حکومت تراوسه له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره خپل پلاوی نه دی اعلام کړی.ولسمشر محمد اشرف غنی ویلی، هر کله ،چې د دې خبرو نېټه او ځای مالوم شول، نو افغان حکومتی پلاوی به هم ورته اعلام شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید