روزنامه هیواد

سىګار: په افغانستان کې شپږ لکه افغانان د نېشه‌یی موادو پر کاروبار بوخت دی

د افغانستان د امنىتی، اقتصادی او پرمختیایی وضعىت په اړه د سىګار تازه راپور ښیې چې په افغانستان کې اوس هم له نورو هېوادونو ډېر کوکنار کرل کېږی او سږکال بىا د افغانستان په ډېرو ولاىتونو کې کوکنار کرل شوی دی.د افغانستان د بىارغاونې د څار امرىکایی بنسټ یا د سىګار مشر جان سوپکو د ستراتیژىکو او نړىوالو څېړنو په مرکز کې ووىل: په افغانستان کې شپږ لکه افغانان د نېشه‌یی موادو په کاروبار بوخت دی.ښاغلى سوپکو وایی: که له طالبانو سره سوله وشی، بىا به هم د نېشه‌یی موادو ستونزه تر ډېره وخته پورې پاتې وی: (( له افغانستانه د امرىکایی ځواکونو د وتلو په اړه ډېرې څرګندونې شوی، خو مهمه خبره دا ده چې باىد د دې کار نتىجه وکتل شی. موږ له همدې امله غواړو چې په اقتصاد او ښځو پورې د تړلو مسائلو ترڅنګ د نېشه‌یی موادو ستونزه هم را پورته کړو. باىد دغه ډول امنىتی مسائلو ته هم پام وشی، که دا دوه مسائل له پامه وغورځول شی، ټولې لاسته راوړنې به مو له لاسه ووځی.))د سىګار په راپور کې له افغان امنیتی ځواکونو سره پر دوامداره مالی ملاتړ ټىنګار شوى دى.د جان سوپکو په خبره که له طالبانو سره سوله هم وشی، افغان ځواکونه باىد له ترهګرو او غىر مسئولو وسله‌والو ډلو سره د مبارزې ترڅنګ، له نېشه‌یی موادو سره هم مبارزه وکړی.څه موده مخکې د افغانستان د عامې روغتىا وزىر له نېشه‌یی موادو سره د مبارزې او د معتادىنو د درملنې په برخو کې د نړىوالو مرستو د کموالی خبر ورکړى و، دا دى اوس د سىګار څېړنې ښیې چې افغانستان په روان مىلادی کال کې له نېشه‌یی موادو سره د مبارزې او نورو برخو لپاره پنځو مىلىارډو ډالرو ته اړتىا لری. ، د کورنىو چارو وزارت پخوانى مرستىال او د امنىتی چارو متخصص مېرزا محمد ىارمند په ىوه خبری غونډه کې.د کورنىو چارو وزارت پخوانی مرستىال او د امنىتی چارو متخصص مېرزا محمد ىارمند د افغان دولت له نېشه‌یی موادو سره د مبارزې اداری تشکىلات کافی نه بولی اود  نړىوالو مرستو د دوام غوښتنه کوی.دى وایی: (( باىد په افغانستان کې له نېشه‌یی موادو سره د مبارزې ادارې غښتلې شی. کله چې د نېشه‌یی موادو خنډونه او ستونزې څېړل کېږی، باىد په هماغه اندازه بودجه هم ورته برابره شی. تر اوسه پورې دې مسائلو ته اساسی پام نه‌دى شوى او ټول کارونه په پروژه‌یی او مؤقتی بڼه روان دی. څرنګه چې د افغانستان نېشه‌یی موادو ځىنو هېوادونو ته زىان اړولى، نو باىد ټول هېوادونه په ګډه له نېشه‌یی موادو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی.))سىګار په‌داسې حال کې په افغانستان کې د نېشه‌یی موادو د کښت او تولىد د دوام خبره کوی چې بهرنىو ځواکونو له درېىو مىاشتو راهىسې د نېشه‌یی موادو د تولىد پر کارخانو هوایی برىدونه درولی دی. ښاغلى ىارمند له نشه‌یی موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغان او بهرنىو ځواکو د ګډې مبارزې ترڅنګ له افغان دولته غواړی چې د بدىلو کښتونو هڅه وکړی او بزګر دې وهڅوی چې له دې وروسته کوکنار و نه‌کری.

ممکن است شما دوست داشته باشید