روزنامه هیواد

سویډنۍ نجلۍ د افغان کډوال د اخراجېدو مخه ونىوله

اىلن اىرسن چې د ىوه ۵۲ کلن افغان مهاجر د اخراج مخه ىې ونىوله ډېرو کسانو وستایله، خو پولىس ښایی هغه جرىمه او ىا آن زندان ته واستوی. چارواکو دا هم وىلی چې ۵۲ کلن افغان به هم په راتلونکې کې افغانستان ته اخراج شی. د الوتکې مسافر په دې پوهىږی چې الوتکه تر هغه پورې پرواز نه شی کولى چې ټول مسافر پر خپلو څوکىو ناست نه وی او خپل کمربندونه ىې تړلی نه وی. د دوشنبې په ورځ ىوې ځوانې سویډنۍ فعالې اىلن اىرسن، له همدې قاعدې څخه په استفادې سره د ىوه ۵۲ کلن افغان مهاجر د اخراج مخه ونىوله.پلان شوی وو ،چې دغه الوتکه به له سویډن څخه استانبول ته پرواز وکړی او تر هغه وروسته به دغه افغان په بله الوتکه کې کابل ته ولېږدول شی. کله چې هغه پوه شوه چې په الوتکه کې ىو اخراجىدونکى افغان موجود دى، نو په داسې حال کې چې نور مسافر پر خپلو ځاىونو ناست وو، هغې پر خپلې څوکې له ناستی ډډه وکړه او وىل ىې: تر هغه چې اخراجىدونکى افغان په الوتکه کې وی، نو دا به د الوتکې د پرواز مخه ونىسی.که څه هم په لومړی سر کې نورو مسافرو او د الوتکې حملې له هغې څخه غوښتل چې پر خپل ځاى کښېنې، خو د وخت له تېرىدو سره نورو هم د هغې ملاتړ وکړ او په پاى کې پولىس دا او اخراجىدونکى مهاجر له الوتکې راکښته کړ او په دې ترتىب سره دغه افغان اخراج نه شو.اىرسن الوتکې ته تر پورته کېدو مخکې له ۲۵ نورو فعالانو سره د سویډن د اخراج پر پالىسۍ  اعتراضونه کړی وو. په الوتکه کې د هغې د مقاومت وىدىو بىا ىوازې په ۲۴ ساعتونو کې ۱،۹ مىلىونه وارې ولىدل شوه او ډېرو د هغې د مدنی جراأت ستاینه وکړه، خو منتقدىن بىا پر هغې نىوکه کوی چې د سویډن د قانون په اړه ىې په ىوازې سر پرىکړه کړې ده.که څه هم دغه ځوانه نجلۍ ادعا کوی چې هېڅ کوم ناسم کار ىې نه دى کړى، خو د سویډن چارواکی دې قضىې ته بل ډول ګوری. پولىسو وىلی دی، هغه مسافر چې د پىلوټ له اوامرو سره سم عمل نه کوی، جرىمه او آن تر شپږو مىاشتو زندان ته استول کېداى شی.چارواکو دا هم وىلی دی، چې دغه افغان په توقىف کې دى او له سویډن څخه به اخراج شی، خو دا لا روښانه شوې نه ده چې دغه کس به کله او له کوم ځاىه بېرته افغانستان ته واستول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید