روزنامه هیواد

سولې وزارت: له طالبانو سره د سولې خبرو کې په جرمی اقتصاد هم بحث کېږی

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایی، چې جرمی اقتصاد به د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د بحث مهمه موضوع وی.هغه راپور چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټی په دی وروستیو کې د دې سازمان امنیت شورا ته وړاندی کړ په کې راغلی، چې که څه هم د طالبانو او واشنګټن تر منځ د سولې تړون لاسلیک شوی، خو بیا هم په افغانستان کې د روانی جګړې ډېرې پیسې د جرمی اقتصاد له لارې لاس ته راځی او د نېشه یی موادو کاروبار د جرمې اقتصاد لویه برخه ګڼل کېږی.د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې ورځو کې د افغانستان له بېلابېلو اقشارو او ډلو سره په خبرو بوخت دی، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د بحث وړ موضوعات وټاکی.د دې وزارت ویاندې ناجیې انوری وایی: له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به جرمی اقتصاد د بحث مهمه موضوع وی.انوری زیاته کړه: (( جرمې اقتصاد هغه مسئله ده، چې د افغانستان پر سوله، یووالی او ثبات ژور اغېز لری، پر دې مسئله به هم له طالبانو سره د سولې په بین الافغانی مذاکراتو کې بحث کېږی.))د ملګرو ملتونو له نېشه یی موادو سره د مبارزې ادارې، امریکا دفاع وزارت او د امریکا له نېشه یی موادو سره د مبارزې او قانون د عملی کېدو ادارو څېړنې ښیی ،چې په افغانستان کې ډېر کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږی او ډېر نېشه یی مواد هم په همدې سیمو جوړېږی، خو د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې په تړون کې د نېشه یی موادو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې. د افغان دولت په تازه راپور کې راغلی، داسی عوامل شته چې په تېر کال کې د کوکنارو په کښت کې د کموالی سبب شوی، خو د ملګرو ملتونو څېړنې ښیی ،چې که یوې خوا ته د کوکنارو کښت کم شوی، خو بلې خوا ته بیا د افغانستان په ځینو سیمو کې طالبانو د ښیښې او نېشه یی ګولیو په نوم کېمیاوی نېشه یی موادو په جوړولو لاس پورې کړی دی.سیاسی تحلیلګر محمد اشرف ناصری وایی ،چې د نېشه یی موادو کښت، تولید او قاچاق د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره د ترهګرۍ په پرتله لوی تهدید دی.دی زیاتوی: ((کوکنار د ترهګرۍ په شان د افغانستان لپاره تهدید دی. طالبان له نورو کرنیزو محصولاتو څخه د کوکنارو پر اندازه عواید نشی ترلاسه کولی، ځکه دوی د کوکنارو له بزګرو څخه د کوکنارو د کښت په بدل کې عشر ترلاسه کوی. له همدی امله د نېشه یی موادو مافیا او طالبان په ګډه بزګران هڅوی چې کوکنار وکری، ځکه د دی دواړو طبقو خلکو په دی کې زیاته ګټه ده.))تر دې مخکې طالبانو ویلی و ،چې دوی د نېشه یی موادو د کښت او تولید مخالف دی، خو د کورنیو چارو څېړنې ښیی چې، په ۲۰۱۹ میلادی کال کې په سلو کې ۸۵ کوکنار په هغو سیمو کې کرل شوی وو چې د طالبانو په واک کې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید