روزنامه هیواد

سوله د افغان عظیم ولس ستره غوښتنه ده

له شک پرته چې افغان مظلوم ولس له څه د پاسه درې نیمې لسیزې اوږدمهالې تپل شوې جگړې ډېر په تنگ او ستومانه شوی ځکه په دغې بدمرغه جگړه کې یې له مادی او معنوی پلوه ډېر کړاوونه گاللی دی، نو دمگړۍ د زړه له کومې په هېواد کې له هر راز سوله ییزو هڅو او خوځښته ملاتړ کوی او د عمل په ډگر کې یې مثبتو پایلو ته لارې څاری او د سولې په برخه کې د افغان حکومت د مشرتابه هلې ځلې نېک اقدام او د ستاینې وړ بولی ، ځکه همدا سوله ده چې د خلکو عزت او حیثیت په کې خوندی کېږی او بر عکس جگړه ده چې په لړکې یې خلک وژل کېږی ، له خپل کوره بېځایه کېږی  او پردیو ته احتیاج او محتاج کېږی  او په پایله کې خلکو ته تباهی ، بربادی ، ویر او ماتم ور په برخه کوی چې عملا ًهم له کلونو کلونو را په دې خوا د بدمرغې تپل شوې جگړې ترخې تجربې موږ  ته په میراث را پاتې دی،  نو ځکه نن افغان مظلوم ولس په یو غږ سوله غواړی او په هېواد کې د هر راز جگړه ییز ناورین د پای ته رسولو لپاره  سترگې په لاره دى او د زړه له کومې په دې تمه دی چې په ټولیزه توگه ټول وسله وال مخالفین د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د حقانیت په درک کولو سره وسله پر مځکه کېږدی او خپل پلرنی هېواد سرلوړی افغانستان ته د نورو افغانانو تر ځنګ د خدمت کولو جوګه شی او نور دې د پردیو استخباراتی سازمانونو او مغرضو کړیو د ناوړو او شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره افغان وژنه بس کړی ، بلکې د هر راز مخالفتونو په هېرولو سره دې د سولې او سیاسی جوړ جاړی لاره خپله کړی چې له امله یې په ټول هېواد کې بدمرغه جگړه پاى ومومی او پرځاى یې نېکمرغه سوله او امن اوامان منځته راشی او وروسته له دې په هېواد کې له هر راز جگړه ییز ناتار اوغمیزو پرته د سولې په فضا کې افغان ولس په بشپړه هوساینه د ژوند چارې پرمخ بوزی او د پاک الله ((ج ))  ریښتینى عبادت په آرام زړه ترسره کړی او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د وگړو په څیر چې تل د سولې او امنیت په فضا کې ژوند کوی، دوى هم په خپل هېواد کې د هغوى په شان د انسانی ژوند له ښېگڼو برخمن شی او په بشپړې هوساینې د ژوند له بې شمېره خوښیو خوند واخلی او نور هېڅکله هم د ماینونو او بمونو چاودنو، ځانمرگو بریدونو او په ټوله کې د ټوپک گولۍ د دوى آرامتیا او هوساینه گواښمنه نه کړی، بلکې اوږدمهاله خوښی اوخوشحالی یې په نصیب شی. هغه څوک چې ځانته افغان او بیا مسلمان وایی پردوی لازمه ده چې له روانې تپل شوې جگړی څخه لاس واخلی ځکه چې په دغې جگړه کې د افغانانو تباهی او د پردیو شومې موخې نغښتی دی، نو اړینه ده چې موږ ټول د ملی یووالی او ملی پیوستون لوړه او عالی روحیه  پیاوړی کړو ، چې له امله یې دا ویجاړ افغانستان ودان شی او ځورېدلو افغانانو ته بشپړه هوساینه او نېکمرغی ور په برخه او د یوې تل پاتې همیشنۍ سولې کوربانه شی، ځکه چې دا هېواد د پردیو په لاس نه،بلکې یوازې د افغانانو په لاس آباد، سمسور او ښیرازه کېدای شی او بس ، نوراځئ چې د زړه له کومې سره یو موټی اومتحد شو او په پوره همغږۍ روانې جگړې ته د پای ټکی کېږدو او د دغه جگړه ځپلی هېواد ترقۍ اوپرمختگ ته په  بشپړصداقت ادامه ورکړو چې سرلوړی افغانستان له روان جگړه ییز ناورین څخه په بشپړه توگه وژغورل شی او یوه تلپاتې نېکمرغه سوله په ټول هېواد کې ټینگه او له هراړخیزو خوښیو ډک سوکاله  ژوند د افغان پتمن ولس په برخه شی .  پاک خدای ((ج )) دې وکړی چې په جگړه کې ښکېلې خواوې په سوله صلاح شی او بدمرغې جگړی ته د زړه له تله نه ووایی اود سولې بیرغ هسک کړی، ځکه ټولو ته مالومه ده چې زموږ هېواد د څه د پاسه دری نیمو لسیزو  په اوږدو کې له هره پلوه وران، ویجاړ او له ډېرو سترو زیانونو سره مخ شوی دی. نن چې موږ ته یو ځل بیا د دې زمینه برابره شوې چې ټول افغانان سره یو موټی شو او د خپل گران هېواد د آبادی، ترقی او پرمختگ لپاره مټې راونغاړو او په گران افغانستان کې د نېکمرغه سولې د ټینگښت لپاره ټول افغانان د وروڼو په څېرمتحد، یوموټی او یو قوت شو،چې په دې ډول وتوانېږو خپل گران هېواد له شته ناورین څخه وژغورو او یوه تلپاتې نېکمرغه سوله ټینگه کړو، په دې ډول به کلونه کلونه جگړه ځپلی افغانان په خپل پلرنی ټاټوبی گران افغانستان کې د یوې تلپاتې نېکمرغه او باعزته سولې کوربانه شی.

ش – شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید