روزنامه هیواد

سوله او جګړه ، د افغان حکومت پیاوړی دریځونه دی!

ولس او نړیوالې ټولنې ته له بل هر وخته اوس ډېره جوته شوې، چې افغان حکومت د سولې ،ثبات او پر افغان ولس د ناروا او تپل شوې جګړې د ختمولو لپاره پخه سیاسی اراده لری او د همدې پخې ارادې پر مټ یې ملی ،سیمه ییزه او نړیواله اجماع را منځته کړې ده. همدا وجه ده، چې په کور د ننه د سولې لپاره ولسی خوځښتونو زور اخیستى او په نړیواله کچه یې د سولې غوښتنې پیغام خپور کړى او دینی عالمانو د (( سولې او ناروا جګړې )) غږ پورته کړى او د نړۍ نورو دینی عالمانو د دغه رسا غږ ملاتړ او ننګه کړې ده. دې چارو وښوده، چې د ولسمشر محمد اشرف غنی په نوښت او دده  تر مدبرانه سیاست لاندې ، د سولې طرحې ښې پایلې لرلې  او اسلامی او دینی ملاتړ یې په نړیواله کچه خپل کړى دى. بل لورى د (( ناروا )) جګړې پرضد د دین د عالمانو غږ د وسله والو مخالفینو په لیکو کې درزونه را منځته کړی او د هغوى جنګیالی یې له دې ناروا او تپل شوې جګړې زړه توری کړی دی. یوازې د طالب ډلې مشرتابه د تاریخی دښمن تر اقتدار لاندې هڅې کوی، چې دا ناروا جګړه روانه وساتی او افغانان هوساینې ته پرې نږدی، خو د طالب مشرانو ترمنځ هم واټنونه را منځته شوی او پاکستانی کړۍ ،چې د هغوى تر شا (( د ناروا جګړې د دوام )) مهم رول لوبوی، هم تر سختو فشارونو لاندې دی، دغه کړۍ طالب جنګیالی نه پرېږدی، چې په اسانۍ د نړۍ  او افغانستان د دینی عالمانو په لویو فتوا ګانو هم دا ناروا جګړه پرېږدی! کومې خبرې ،چې د افغان سولې لپاره په بهر یا قطر کې شوې، د پاکستانی کړیو پښې یې لړزولې دی، له همدې امله پر طالب مشرانو فشار دى، چې د قطر د استازولۍ پرډلې له سره کتنه وکړی او د پاکستانۍ جګړه ییزې پالیسۍ د دوام او تحقق لپاره په کې تغییر او تبدیل رامنځته کړی، د دې ترڅنګ د پاکستان په هڅو په هېواد کې پر طالب او نورو ترهګرو ډلو فشارونه لا ډېر شوی،چې باید دا جګړه پراخه او دوامداره وساتل شی!؟ د سیمې د استخباراتی او پوځی هڅو له امله په افغانستان کې په داسې حال کې دا ناروا جګړه پراختیا مومی ، چې په وارسا، بروکسل، کابل، اندونیزیا او سعودی عربستان کې د افغانستان د ملاتړ لپاره بریالیو غونډو کې د افغان حکومت دوامداره ملاتړ اعلام شوى او ترڅنګ یې پر سولې ټینګار شوى دى. افغان ځواکونه هم له پیاوړی موراله برخمن دی او افغان حکومت د سیمې د دوستو هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ملاتړ د سولې مذاکراتو ته له پیاوړی دریځه زور ورکړى دى، له همدې امله که جګړه روانه هم وی، خو د سولې او پخلاینې لپاره هڅې هم پراخې شوې دی. په دغه راز حالت کې هغه ګنګوسې ناسمې دی، چې ګنې ، له وسله والو طالبانو سره د خبرو واک او اختیار له افغان حکومته اخیستل شوى!؟ د امریکا په شمول په کور د ننه او بهر کې د افغان سولې لپاره د خبرو امکانات برابرېږی او واک او اختیار یې په ټولیزه توګه د افغان حکومت په لاس کې دى. دا چې روانه جګړه (( د اسلام له نظره ناروا )) بلل شوې، نو له طالبانو پوښتو،چې ولې یې پر مخ وړی؟ خو د جګړې په ډګر کې یې نه شی گټلى، غوره ده، چې له دې جګړې تېر شی او د اسلامی (( سولې )) د تحقق لپاره له هر راز قید او شرطه او له هر راز بهرنی اسارته په بې پروا توګه را وړاندې شی او له افغان حکومت سره خبرې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید