روزنامه هیواد

سلګونه پروژې د خلکو د ستونزو د ختمولو لپاره پلی شوې

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د کلیو د پراختیایی پروژو د پلی کېدو خبره کوی او وایی چې د دغو پروژو له تطبیق سره به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو په اقتصاد کې مثبت بدلون راشی. سره له دې چې د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایی، په تېرو څلورو کلونو کې یې په متوازن ډول پراختیایی پروژې پلی کړی، خو ټینګار کوی چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو د ستونزو د حل په هدف بېلابېلې پروژې تر کار لاندې لری. د افغانستان د کلیوبیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب‌الرحمن کریمی پرون خبریالانو ته ووېیل چې دغه وزارت د خلکو د اقتصادی ستونزو د حل لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نوې برنامې پیل کړې دی.

​دى وایی: (( د ولسی تړون په پروګرام سربېره، همدا اوس د ۵۹۴۱ پروژو چارې پیل شوې او ۵۴۴ پروژې مو سږ کال پلې کړی، په تېره بیا د کلیوالو ښځو د اقتصادی پراختیا له امله مو ۱۰۰ میلیونه ډالر له نړیوال بانکه تر لاسه کړی او دا پروګرام به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ټول هېواد په کچه پلى شی.)) ښاغلی کریمی وویل، د کلیو د اقتصاد پراختیایی پروګرام چې په ۱۳۹۶ کال کې ډیزاین شوى و او له پلی کېدو سره به په پروان، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ۱۴۰۰۰۰ کسانو ته په کوچنیو تشبثاتو کې کاری زمینه برابره شی او همداراز نوی پروګرامونه دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلی کېدو په حال کې دی. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په ۱۳۹۷ کال کې د سیمه‌ییز انسجام په برخه کې چې ۴۸ پروژې وې، ۷۸۲ میلیونه افغانۍ مصرف شوی دی. دا وزارت وایی، د اوبو رسونې پروګرام له لارې یې په تېرو څلورو کلونو کې د څښلو پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسى له ۲۷ نه ۶۳ سلنې ته پورته کړی چې په دې برخه کې څلور میلیارده او ۲۳ میلیونه افغانۍ لګېدلې دی. د کلیو پراختیا وزیر زیاته کړه چې د ولسی تړون د لس کلن پلان له لارې هڅه کېږی چې ټول کلی تر پوښښ لاندې ونیسی. ده وویل، یاد پروګرام چې دوه کاله وړاندې ډیزان شوى، له مخې یې ۶۱۷۵ پروژې د خلکو له لوری ټاکل شوی چې ۵۰۰۴ پروژې په ۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو کې پلې شوې او هڅه کېږی چې د څلورو کلونو په ترڅ کې ۱۳ زره کلی د پروګرام تر پوښښ لاندې ونیول شی. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسونې، برېښنا، ولسی تړون، سیمه‌ییز انسجام، د لارو او پلونو جوړولو په برخه کې د پروګرامونو پلی کېدل له خپلو لاسته راوړنو بولی او وایی چې دغو پروګرامونو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید