روزنامه هیواد

سلګونه معتادین د درملنې لپاره د ابن سینا روغتیایی مرکز ته بېول شوی

د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه تر ۴۰۰ ډېر معتادین راټول او د درملنې لپاره روغتیایی مرکزونو ته ولېږدول شول.د کورنیو چارو وزارت وایی ، چې د معتادینو راټولول د دې وزارت له نېشه‌یی موادو سره د مبارزې د پلان یوه برخه ده.دا وزارت وایی ،چې دوی په تېره اوونۍ کې په دوو پړاوونو کې ۴۳۵ معتادین د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه را غونډ کړی او بیا یې د درملنې لپاره په کابل ښار کې ابن سینا روغتیایی مرکز ته وړی دی. د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابی رسنیو ته ویلی، په‌دې عملیاتو کې له قاچاق کوونکو سره د مبارزې تر څنګ د نېشه‌یی موادو کارخانې هم په نښه کېږی.دی وایی: (( موږ په کابل ښار کې د معتادینو راټولولو کمپاین پیل کړی، چې په‌دې بهیر کې مو ۶۰۰ معتادین راټول کړی دی. موږ نه یوازې دا چې په تکتیکی شکل له نېشه‌یی موادو سره مبارزه کوو ، بلکې په ستراتیژیکه بڼه هم مبارزه ورسره کوو. موږ د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د نېشه‌یی موادو جوړولو ۶۸ کارخانې ویجاړې کړی، چې د طالبانو لپاره یې په ورځ کې یو میلیون افغانۍ ګټلې.)) د یادونې وړ ده چې اوس‌مهال په ابن سینا روغتیایی مرکز کې د زرو معتادینو درملنه کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید