روزنامه هیواد

سعودی یوځل بیا د افغانستان له سولې له پروسې ملاتړ وکړ

سعودی عربستان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی د قطر تر څار لاندې د یاد هېواد په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغانی مذاکراتو کلک ملاتړ ته ژمن دی.د واس په نامه د سعودی رسمی خبری اژانس د راپور له مخې، ریاض په قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ بین الافغانی مذاکرات څارلی او پایلو ته یې هیله من دی.سرچینه وایی: ریاض په افغانستان کې د جګړې پر ژر پای ‌ته رسېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې سعودی تل د افغانانو تر مشرۍ لاندې د افغان ملت د غوښتنو د تحقق ملاتړ کړی او کوی یې.سعودی داسې مهال بیاځلې له افغانستان سولې ملاتړ ته ژمنتیا ښیی، چې ملګری ملتونو په افغانستان کې پر پر روان تاوتریخوالی او ملکی مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په خبرپاڼه کې ویلی، د سولې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږی ، خو په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده او ملکی مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید