روزنامه هیواد

سعودی پوځ پر ریاض د میزائیلو د برید مخه نیولې

سعودی عربستان وایی: پوځ یې پر پلازمېنه ریاض د میزائیلو د حملې مخه نیولې ده.په دې هڅه کې د یمن حوثی یاغیان ښکېل بلل شوی، خو دغې ډلې تر اوسه څرګندونې نه دی کړی.د سعودی عربستان په مشرۍ ائتلاف وړمه ورځ وویل، چې دغه توغندی حوثی یاغیانو د ریاض او د جنوبی ولایت جازان پر لوری توغولی و. په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې یا هم زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.حوثی یاغیانو په ۲۰۱۴میلادی کال کې د یمن پر پلازمېنه او شمالی برخو ولکه ټینګه کړه او حکومت یې جلاوطنۍ ته اړ کړ.سعودی عربستان په ۲۰۱۵میلادی کال کې ائتلاف جوړ کړ ،چې په یمن کې یې د ولسمشر عبدالربه منصور هادی د بیا واکمنولو لپاره پوځی کمپاین کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید