روزنامه هیواد

سعودی ولې په پوځ کې ښځو ته اجازه ورکړې ده؟

هغه ښځه چې غواړی د سعودی عربستان په پوځ کې شامله شی باید پر دغو شرایطو برابره وی: عمر یې د ۲۱ او ۴۰ کلونو ترمنځ وی. قد یې لږ تر لږه ۱،۵۵ متره وی او تر اوسه یې کومه حکومتی دنده نه وی کړې.

پر دې سربېره تر ټولو مهمه داده چې د سعودی عربستان تابعیت ولری او لوړې زده کړې یې کړې وی.

پر دې شرطونو برابرې ښځې سملاسی کولی شی په پوځ کې د شاملېدو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړی. دا ښځې کولی شی له مځکنیو ځواکونو نیولې تر سمندری او هوایی ځواکونو پورې د پوځ ټولو برخو ته شاملې شی.

ښځې همدا راز کولی شی لوړ پوړو پوځی څوکیو ته هم د ځان رسولو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړی.

په اصل کې د سعودی عربستان په پوځ کې د ښځو د شاملولو پرېکړه نوې نه ده او کابو دوه نیم کاله ترمخه د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې شوې وه خو اوس په رسمی توګه اعلان شوه.

د سعودی عربستان د دفاع وزارت له خوا هغه وخت د ټویټر په یوه پیغام کې ویل شوی وو: (( دا د ښځو د لا پیاوړی کولو لپاره یو بل ګام دی.))

تر دې مخکې د هېواد مشرتابه د پولیسو او ملی ګارد په لیکو کې هم ښځو ته د شاملېدو اجازه ورکړې وه. که څه هم چې د ښځو فعالانو نیول او محاکمې لا جریان لری خو په ټوله کې په دې وروستیو کلونو کې سعودی عربستان د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګ په حال کې دی.

شمولیت او سهمیه یې

د (( بهرنیو اړیکو لپاره د اروپایی کونسل )) سیاسی شنونکې سنزیا بیانکو په دې آند ده چې په اوس وخت کې ښځو ته د پوځ د دروازې د پرانیستو ډېر علتونه دی.

هغه وایی: (( یو علت یې د ښځو ډېر شمولیت دی. ځکه د ((۲۰۳۰ د ویژن)) د حکومتی پروژې اصلی هدف دادی چې په سعودی عربستان کې د کار په بازار کې د فعالو ښځو ونډه ډېره کړی او په اوسط ډول یې له ۲۰ تر ۴۰ سلنه لوړه کړی.))

دې کارپوهې له دویچه ویله سره په خبرو کې ووېیل چې بله انګېزه یې ښایی پر ولس د پوځی خدمات تاثیر په نظر کې نیول شوی وی. د هغې په خبره ځکه چې د پوځ دنده له یوې خوا له خپل پوځ سره د وګړیو که هغه ښځې وی او که نارینه، عاطفی اړیکه لا پسې قوی کوی. له بلې خوا دا د ټولنې، په ځانګړی توګه د ځوانانو چې انتقادی نظرونه لری او بې صبره ګڼل کېږی، او دولتی تاسیساتو ترمنځ اړیکه پیاوړې کوی.

کارپوهه سنزیا بیانکو وایی چې لږ تر لږه د سعودی عربستان حکومت دلته د یوه ډول ((انډول)) د ساتلو هڅه کوی.

بېلا بېل غبرګونونه

خو د حکومت پر دې ګام په هېواد کې د پردې تر شا نیوکې هم موجودې دی، په تېره بیا د محافظه پاله کړیو او کورنیو له خوا. په حقیقت کې په ټولنیزو رسنیو کې لومړی غبرګونونه یو څه وېشلی دی.

د ټولنیزو رسنیو یوې کاروونکې خپله بې حده خوښی څرګنده کړې ده. یوه بله یې بیا په اړه ډاډه نه ده او طنز یې کړی چې آیا سعودیانې به په چادرۍ کې پوځ کې دنده ترسره کوی.

د بهرنی سیاست سګنال

د سعودی عربستان د چارو کارپوهه سنزیا بیانکو وایی چې د ښځو پر مخ د پوځ دروازې خلاصول د بهرنی سیاست لپاره هم یو ډېر مهم سنګال دی. د هغې په خبره دا په ځانګړی توګه د امریکا نوی ولسمشر جو بایدن ته متوجې دی چې له سعودی عربستان سره یې اړیکې تر اوسه ډېرې واضح نه دی.

بیانکو وویل: ((د سعودی حکومت غواړی هغه داستان اصلاح کړی چې د سعودی په اړه مشهور دی. په دې موخه هڅه کوی چې منفی کیسې لکه د ژورنالیست جمال خاشقجی وژنه او یا د یمن ناوړه جګړه له خلکو هېرې شی.))

د نوموړې په خبره د هېواد مشرتابه په دې پوه دی چې د هېواد تصویر په تېره بیا په ټولنه او د اقتصاد په برخه کې د عصری کولو په نوښتونو سره ښه کولی شی. بیانکو زیاتوی: ((له همدې کبله یې دا لوری نیولی دی.)) ش – ن

ممکن است شما دوست داشته باشید