روزنامه هیواد

سعودی عربستان له ایران سره د کړکېچ حل غواړی

د سعودی عربستان د بهرنىو چارو وزىر له اىران سره د سولې پر ارادې ټىنګار کړى دى. پاچا سلمان په مکه کې غونډه هم رابللې ده. د عربستان پر کښتۍ او پاىپ لاىن برىدونو ښاىی رىاض هم د وضعىت جدی والی ته متوجه کړى وی. له اىران سره د کړکېچ په ترڅ کې سعودی عربستان روښانه کړې چې په سىمه کې د جګړې مخنىوى غواړی. د سعودی عربستان د بهرنىو چارو وزىر عادل الجبىر وىلی چې رىاض «هېڅ کومه جګړه نه غواړی، نه د جګړې په لټه کې دى او د هغې د مخنىوی لپاره به ټول ممکنه چارې تر سره کړی.» خو هغه په عىن وخت کې وىلی چې هېواد ىې په «ټول شدت او هوډ» سره غبرګون ښوولو ته چمتو دى. د الجبىر په خبره اوس توپ په اصطلاح د تهران لوری مخې ته پروت دى.د سعودی عربستان پاچا سلمان، د خلىجی او عربی هېوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران د بىړنۍ غونډې لپاره رابللی دی. د سعودی عربستان دولتی خبری آژانس اس پی اې، د دغه هېواد د بهرنىو چارو وزارت له قوله وىلی چې پاچا سلمان د خلىج د همکارىو شورا او عربی لىګ مشران د مې مىاشتې په ۳۰مه په مکه کې غونډې ته رابللی دی. زىاته شوې چې په دغه غونډه کې به د تېرىو او په سىمه کې د هغې پر تاثىراتو خبرې وشی.د خلىج د همکارىو شورا د سعودی عربستان تر نفوذ لاندې ده چې شپږ هېوادونه ىې غړی دی چې پر نورو سربېره بحرىن او کوېت هم پکې شامل دى. په عربی لىګ کې بىا تر ۲۰ زىات هېوادونه غړىتوب لری.په سعودی عربستان کې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د تېلو پر مهم پاىپ لاىن د ډرون ىا بې پیلوټه الوتکې په واسطه برىد وشو. سعودی عربستان د برىد مسوول خپل دښمن اىران وباله. د عربستان د انرژۍ وزىر خالد الفالح، له ىوه ترهګرىر برىد او ىو ځل بىا په نړىواله کچه د تېلو لېږلو امنىت تر پوښتنې لاندې دراوستو د هڅې څخه ىادونه وکړه. د دغو برىدونو مسوولىت په ىمن کې حوثی ىاغىانو پر غاړه واخىست چې د اىران له ملاتړه برخمن دی.څو ورځې وړاندې سعودی عربستان د امرىکا او اىران تر منځ د مخ پر زىاتېدونکې ترىنګلتىا په ترڅ کې د خپلو دوو داخلی تېل لېږدونکو کښتىو پر وړاندې د ورانکارۍ له اقداماتو څخه خبر ورکړ. دغه ټانکرونه د متحدو عربی آماراتو په اوبو کې وو. همداشان د متحدو عربی آماراتو او ناروې دوې کښتۍ د دغه برىدونو هدف وې.

خبری آژانسونو لىکلی دی چې په سىمه کې ترىنګلتىا لا دوخته زور اخىستى دى. امریکا تېر کال په ىو اړخىزه توګه له اىران سره له اتومی تړونه ووته. تهران تېره اوونۍ د واشنګټن دغه ګام ىو کال وروسته له خپل اړخه اعلام وکړ چې د دغه تړون خاصو شرطونو ته خپله ژمنتىا کموی او په ۶۰ ورځو کې ىې د نورو ګامونو ګواښ هم وکړ. واشنګټن پر اىران باندې خپل بندىزونه سخت کړی دی او د اىران له لوری ىې د امرىکایی ځواکونو پر وړاندې د ىوه برىد د نښو نښانو په دلىل سىمې ته جنګی بىړۍ او بم غورځونکی الوتکې استولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید