روزنامه هیواد

سعودی عربستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته چمتو دى

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی د یکشنبې په ماسپښین په خپل استوګنځاى کې په بهرنیو چارو کې د سعودی عربستان د دولت وزیر عادل بن احمد الجبیر سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سعودی عربستان ترمنځ د دوه اړخیز اړیکو د لا ټینګښت، د اقتصادی او دوه اړخیزو همکاریو دپیاوړتیا، د افغانستان دولت په رهبرۍ د سولې پروسې، ولسمشریزو ټاکنو او د افغانستان د انکشاف په اړه بحث او خبرې وکړې.

په بهرنیو چارو کې د سعودی عربستان د دولت وزیر جمهوررییس غنی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، هېواد یې د افغانستان دولت په رهبرۍ د سولې او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو ټینګ ملاتړی او په دې برخو کې هر ډول مرستو ته چمتو دی.

نوموړی د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا په ټینګار سره وویل، سعودی عربستان په سیمه کې د افغانستان د حکومت نړیوال شریک او ملاتړی او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو دى. جمهوررییس غنی د سعودی عربستان حکومت او خلکو تود هرکلی او مېلمه پالنې څخه په مننې وویل، سعودی عربستان او افغانستان د ګډو دینی مشترکاتو د لرلو ترڅنګ تاریخی او دوستانه مناسبات لری. هغه زیاته کړه، له سعودی عربستان سره زموږ ملګرتیا د افغانانو لپاره ځانګړۍ ارزښت لری.

د هېواد جمهوررییس د افغان سولې او ولسمشریزو ټاکنو په برخه کې د سعودی عربستان د ټینګ ملاتړ قدردانی وکړه او وې ویل، تلپاتې او باعزته سوله زموږ مهم لومړیتوب او اساسی غوښتنه او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د هېواد د برخلیک او په بریالیتوب د سولې پروسې د ترسره کولو لپاره ځانګړۍ ارزښت لری.

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید