روزنامه هیواد

سعودی د مصنوعی ذکاوت په ټکنالوژۍ کې ۲۰ میلیارده ډالر پانګونه کوی

سعودی عربستان اعلام کړی، چې د ۲۰۳۰ م کاله د مصنوعی ذکاوت د ټکنالوژۍ په پروژو کې ۲۰ میلیارده ډالر پانګونه کوی.سعودی د تېلو له پلوه بډایه هېواد دی او پلان لری، چې خپل اقتصادی چارې په داسې حال کې بدلې کړی ،چې یوازې د تېلو په صادراتو متکی نه وی. د دې هېواد ځوان ولیعهد محمد بن سلمان هم غواړی، چې د خپل ((۲۰۳۰ لیدلوری )) د پروګرام له مخې د هېواد اقتصادی چارې یوازې په تېلو اتکا کولو ته پرې نږدی.سعودی عربستان ، چې په عربې نړۍ کې د اقتصاد له پلوه تر ټولو ستر هېواد دی تیره میاشت یې د پانګې اچوونکو د جلب کولو لپاره د مصنوعی ذکاوت تګلاره په کار واچوله. د سعودی عربستان د معلوماتو او مصنوعی ذکاوت د ادارې مشر عبدالله الغامدی ویلی، چې د هغو کمپنیو له لارې چې تازه یې فعالیت پیل کړی او د نوښت په برخه کې کار کوی، غواړی چې د مصنوعی ذکاوت څخه د اقتصادی بدیل د وسیلې په توګه کار واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید