روزنامه هیواد

سعودی د ترورېزم پر ضد په جګړه کې د افغانستان ملګرى دى

د سعودی عربستان پاچا ملک سلمان وړمه ورځ (ىکشنبه) د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غنی سره په کتنه کې ووىل چې هېواد ىې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دى. سعودی پاچا ولسمشر غنی ته د هرکلی وىلو په ترڅ کې افغانستان ته د خپلواکۍ د سلمې کلىزې د بېرته اخىستو مبارکی ووىله.

سعودی پاچا ووىل، هېواد ىې ټول ترورىستی برىدونه چې افغانان په کې وژل کېږی، په کلکه غندی او سعودی عربستان د ترهګرۍ د رېښو په وچولو او ترورېستی ضد مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دى.ده زىاته کړه«زه د افغانستان وضعىت له نږدې څارم او د افغانستان د دولت په رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوو.»

ملک سلمان په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټىنګېدو او د جګړې د ژر تر ژره ختمېدو هىله وکړه.

ده ووىل، سعودی عربستان د سىمې د ثبات، امنىت او ودې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړىکو د ښه والی او همکارىو د زىاتوالی هىله لری او باور لری چې دا دواړه مسلمان هېوادونه باىد په ګډه کار وکړی او سعودی عربستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى. ولسمشر غنی ترهګری او افراطىت د افغانستان او سعودی عربستان په ګډون د سىمې او نړۍ د امنىت او ثبات لپاره لوى خطر وباله او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره ىې د ټولو هېوادونو په ګډ کار او مبارزې ټینګار وکړ.ښاغلی غنی د افغانستان او سعودی عربستان ترمنځ د دوه اړخىزو اړىکو او همکارىو په لا پراختىا، د سوداګرىزو اړىکو په زىاتوالی، په افغانستان کې د پانګونې او په سعودی عربستان کې افغانانو ته د کاری زمىنو پر زىاتوالی ټىنګار وکړ او دا ىې د افغانستان د امنىت او ثبات لپاره ګټور وباله. ولسمشر غنی د شنبې په ورځ د عمرې او له سعودی چارواکو سره د رسمی کتنو لپاره جدې ته ورسېد، وړمه شپه مکې ته لاړ او د عمرې له ادا کولو وروسته ىې له بېلابېلو سعودی چارواکو، د اسلامی همکارۍ سازمان له سرمنشی او د اسلامی پراختىا بانک له ریىس سره پر اقتصادی او سىاسی مسلو خبرې وکړې.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید